اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن په سخت وخت كښې د قامونو لارښودنې له د دانشورانو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي انتهاخوښو خيالاتو له ماتې وركولو لپاره ځوابي٬قامي بيانيه جوړولو له د پاكستان د اديبانو او دانشورو كردار مهم دے بايد اديبان او شاعران خپله د ژوند قيصه ضرور وليكي او د اديبانو او شاعرانو په ژوند ډرامې او فلمونه هم جوړ شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د نوموړي اديب او د پي ټي وي چيئرمېن عطاﺀ الحق قاسمي د عكسونو په ذريعه د ژوند اړخونو رامخې ته كول?? كتاب د مخ كتنې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو دوهمې ??زيرې مريم اورنګزېب٬د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي٬سناتور پروېز رشيد٬اديبانو٬شاعرانو٬دانشورو او خبريالانو ګډون وكړو۔اولس مشر وو??يل كه په قامي تاريخ نظر واچولې شي نو د سرسيد احمد نه تر علامه اقبال او مولانا حسرت موهاني او د فېض او تر جالب د لويو شاعرانو او اديبانو يو دور ښكاري چا چې په ټولو قامي تحريكونو او پھ سختو موقعو خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي خو د تېرو څو لسيزو راهسې په پاكستان كښې وضعه مختلفه ده۔اولس مشر هيله څرګنده كړه زمونږ ادبي محقيقين او دانشوران دې په دې معامله غور وكړي او د خپلې ورورولۍ ته دې لارښودنه وكړي۔اولس مشر وو??يل كه د كوم هېواد آئين او قانون تعلق د قام د خوښې٬ناخوښې٬سياسي او مادي معاملاتو سره دے نو د شاعر او ادب تعلق د روح٬جذبې او ضمير سره دے د كومې سره چې نړۍ آبادېږي او دا هغه نړۍ ده د كومې ??ھ بنياد چې د انسان٬ټولنې او د رياست ښه والي او د ښكلا انحصار هم په پور تړلے دے۔ده وو??يل د خوبونو دا دنيا چې اديبان تخليق كوي په دې بوهيدل ضروري دي چې د اديبانو ذاتي ژوند څنګه وي د هغوي د فكر نظام د عام وګړي څخه څنګه مختلف وي او د نړۍ ښه والي او ښكلا داسې خواب كتونكو خپله نړۍ څنګه وي۔ده وو??يل بايد اديبان او شاعران د خپل ژوند قيصه ضروري وليكي ځكه چې د ادب دا صنف د لوستونكو د تربيې ښه ذريعه ده۔ده وو??يل په دې لړ كښې بايد د مشرانو اديبانو او فنكرانو په پل ګام كېخودې شي ۔اولس مشر وو??يل په دې پس منظر كښې د هېواد د نوموړي شاعر او اديب عطاﺀ الحق قاسمي د عكسونو په ذريعه د ژوند ليك كتاب د مخ كتنې هركلے كوو او قمر رياض له په خوارۍ كولو او د كتاب په مرتب كولو مباركي وركوو۔ده وو??يل د شاعر او ادب د يو لوستونكې په حېثيت زه په فطري توګه د اديبانو او شاعرانو چارو كښې خوښي لرم او د قامي چارو په اړه د هغوي د كردار او د هلو ځلو څخه د معلوماتو اخستو هڅه كوم۔اولس مشر خپل خطاب كښې نوموړې ليكوالې بانو قدسيه ته پېرزوئنې وړاندې كولوسره وو??يل د پاكستان د ادب يو قوي ستن څو ورځې وړاندې زمونږ نه جلا شوه۔اروښاده يوه داسې اديبه وه چا چې اسلامي تعليمات په ښه ډول د خپل فن برخه ګرځولې۔ ده عطاﺀالحق قاېمي يو ښه ملګرے او ښه شخصيت وګرځولو۔عطاﺀالحق قاسمي خپل خطاب كښې د ټولو ګډون كوونكو او په خاص توكه د اولس مشر مننه وكړه۔
انتهاخوښو خيالاتو له ماتې وركولو لپاره ځوابي٬قامي بيانيه جوړولو له د پاكستان اديبانو او دانشورو كردار مهم دے
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔