اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) اسلام آباد هائي کورټ اليكشن اېكټ كښې شامل د ختم نبوت شق پحقله د كېس تفصي??ي پرېكړه جاري ??ړې ده۔ د شورو په ورځ په 172 پانړو تفصي??ي پرېكړه جاري ??ړې شوه ۔ د عدالت قاضي جسټس شوکت عزیر صدیقي دا پرېكړه لېكلې ده ٬ چې پكښې دا امر ??وې چې حكومت دې په سمدستي توګه د راجه ظفرالحق كمېټۍ راپور پبلك كړي۔ پرېكړه كښې وئيلي ??وې اسلام او د پاكستان آئين د مذهبي آزادۍ پشمول ټولو اقليتونو ته د ټولو بنيادي حقونو ضمانت وركوي٬ د پاكستان رياست په هر وګړي لازم كړې چې ھغه خپله پېژندګلو سمه او د كوائفو سره جمع كړي٬ يو مسلمان ته دا اجازه نشته چې ھغه خپل شناخت غېر مسلمه چاپ كړي٬ د بده مرغه د دې واضح معيار له مخې ضروري ??انون سازي نه دې كړې ??وې چې په نيتجه كښې ئې غېرمسلم اقليت خپل اصل پېژندګ??ي پټوي او رياست ته دهوكه وركولو سره خپل ځان په مسلمان اكثريت كښې څرګندوي چې ورسره نه يوازې مسئلې پېدا كېږي بلكې د ډېرو مهمو تقاضو څخه د سرغړونې لاره هم هوارېږي۔ په تفصی??ي پركړه كښې زياته كړې ??وې چې د اسټېبلشمنټ دا بيانيه چې سول سروس د كوم سول چارواكي پحقله نور شناخت نه لري٬ دا يوه الميه ده او دا خبره د پاكستان د آئين د روح او تقاضو منافي ده٬ پرېكړه كښې ووئېلې شوي د ختم نبوت معامله زمونږ د دين اساس ده٬ پارلمان دي د ختم نبوت تحفظ باوري ??ولو لپلار?? اقدامات وكړي، شنا ختي کارډ، برت سرټیفیکېټ، انتخابي فهرستونه او پاسپورټ لپاره د مسلم او غېر مسلم شناخت پحقله بيان حلفي دې واخستلې شي ، سرکاری، نیم سرکاری او په حساسو ادارو كښې ملازمت لپاره دې هم بيان حلفي واخستلې شي٬ پرېكړه كښې ليك دي په سر شمېره او نادرا کوائفو كښې د د شناخت پټوٶنكو شمېره خوفناكه ده٬ د نادرا او د شماريات څانګې په ډېټا كښې دې د قاديانانو پحقله معلومات كښې واضح فرق دے تحقيقات بايد وكړې شي، تعلیمي ادارو د اسلامیات ښودنې لپاره دې د مسلمان شرط لازمي وګرځولې شي٬ شناخت نه كول د پاكستان آئين د روح منافي دے٬ په الیکشن اېکټ كښې د ختم نبوت پحلقه بدلون بېرته اخستل د حكومت لخوا خوشبين?? اقدام دے، راجه ظفرالحق کمېټۍ اعلی راپور مرتب كړے ، په راپور كښې د معاملې د ټولو اړخونو په ډېر جامعيت ٬ ديانتدارۍ او دانش مندۍ سره احاطه ??وې وه ٬ په تحريري ??رېكړه كښې وئيلي ??وې اوس دا په پارلمان انحصار لري چې ھغه په دې معامله لا غور وكړي۔ د مقدمې په مهال ټولو فاضلو وکيلانو ، قانوني پوهانو او مذهبي سکالرانو بشپړه معاونت كړې ، دا عدالت د دوي د هلو ځلو اعتراف كوي٬ د مقدمې په مهال د بېلا بېلو ادارو سركاري چارواكو مرسته د ستائنې جوګه وه د كومې په سوب چې عدالت ته سمه پرېكړه كولو له مرسته ترلاسه ??وې
اسلام آباد هائي کورټ په اليكشن اېكټ كښې د شامل ختم نبوت شق پحقله د كېس تفصيلي پرېكړه جاري كړه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر