صوابې 20 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې د راشد مېموريل وېلفيئر سټي عالم آباد جوړېدو سره به په سيمه كښې تعليم، روغتيا او نورې چارې وده وكړي او د دې ترسره كېدو سره به د سيمې د خلقو تقدير بدل شي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په راشد مېموريل وېليفيئر سټي عالم آباد صوابې كښې د روانو پرمختيائي پروژو د جاج اخستلو په لړ كښې جوړې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې دا عوامي پروژه ده، دا پروژه د فنډ چېرټي ډونرز څخه په ترلاسه كېدونكي فنډ جوړېږي. ده ووئيل چې په دې پروژه كښې كوم سركاري فنډ نه استعمالېږي. د دې څخه وړاندې چيف ائير مارشل ﴿ر﴾ سهېل امان د قومي اسمبلۍ سپيكر ته د چارټ د لارې د پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. د قومي اسمبلۍ سپيكر په عالم آباد سټي كښې د بېلا بېلو پروژو جاج هم واخستو او د مېډيا استازي ئې د پروژې د اهميت څخه خبر كړل.
د راشد مېموريل وېلفيئر سټي عالم آباد جوړېدو سره به په سيمه كښې تعليم، روغتيا او نورې چارې وده وكړي. د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔