اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د پا??ست??ن او المان ترمينځه د پلاوي په كچه خبرې ات??ې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې وشوې۔د دواړو هېوادونو تجارتي حجم او د شريكې خوښې په ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو۔د پا??ست??ني پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوله دغسې د المان پلاوي مشري د المان خارجه وزير هائيكو ماس كوله۔دواړه خارجه وزيرانو دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ت?? وده وركولو او د افغانستان په صورتحال خبرې ات??ې وشوې۔خارجه سېكتر سهيل محمود٬سپېشل خارجه سېكرټري رضا بشير تارړ او په المان كښې د پا??ست??ن سفير ډاكټر محمد فيصل او نور سينئر افسران هم موجود وو۔خارجه وزير ووئيل په 15 اګست په افغانستان كښې په سمدستي توګه بدلون رامخې ت?? شوې چې له امله يې د افغانستان په اړه ټولې اندازې غلطې ثابت شوي خو دا خبره خوشبينه ده چې په افغانستان كښې د بدلون په مهال څه ناوړه پېښې نه دې رامخې ت?? شوي او نه په دې مهال افغانستان د كورنۍ جګړې ښكار شوې۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې د طالبانو قيادت د اړخه د جنګ ختمولو٬د بشري حقونو پاسداري٬د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو بيانات د ډاډ وړ دي۔ده ووئيل مونږ د امن ناكه او مستحكم افغانستان خوښي لرو او په دې موقع به د امن مخالف په قوتونو نظر ساتل وي۔شاه محمود قرېشي ووئيل بايد نړيواله ورورولي په دې موقع افغانستان يوازې پرې نه ږدي او د هغوي معاشي مرسته روانه وساتي۔په افغانستان كښې د امن ګټه به ټولې سيمې ت?? وشي۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د بېلو هېوادونو سفارتي عملې٬نړيوالو ادارو اهلكارو او د مېډيا نمائندګانو د كابل څخه په انخلا كښې مرسته كوو۔خارجه وزير د المان خپل هم څنګ د افغانستان په حقله شريكې تګلارې جوړولو لپاره د خپلې څلورو هېوادونو دورې ت??صيلاتو څخه خبر كړو۔ده ووئيل مونږ د افغانستان د صورتحال ترمخه د چېلنجونو مقابلې لپاره د متفقه تګلارې خپرولو له چمتو يو او په افغانستان كښې اجتماعيت لرونكي حكومت جوړولو خوښي لرو۔د پاك المان اړيكو په حقله شاه محمود قرېشي ووئيل پا??ست??ن د المان سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي٬په دې خوشحاله يم چې د پا??ست??ن او المان ترمينځه د كامياب سفارتي اړيكو70 كاله پوره كېږي۔دواړه خارجه وزيرانو د سيمې صورتحال په حقله دوه اړخيزه مشاورت روان ساتلو ته سلا شول۔
نړيواله ورورولي دې افغانستان يوازې نه پرېږدي٬هلته د امن ګټه به ټولې سيمې ته وشي۔خارجه وزير شاه محمود قرشي د پاكستان او المان ترمينځه د پلاوي په كچه خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania