بھمبر 08 جنوري (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي چې هند د يو سازش له مخې يو ځل بيا په مقبوضه كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت په اقليت بدلولو لپاره غېر آبادوي٬ هند د مسلم كشې په پالېسې روان دے٬ د مقبوضه كشمير صورتحال ډېر خراب دے٬ د كشميريانو جائيدادونه وېشلې شي او غېر رياستي عناصرو ته و??كولې شي٬ د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې روانې دي او په دې د نړۍ خاموشي د غندنې وړ ده۔ ده دا خبرې يو خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د آزاد كشمير اولس مشر ووئيل چې پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د كمشير مسئله په ډاګه كول غواړي٬ په اسلام آباد كښې د كشمير په مسئله د دوه و??ځني كنفرنس هر كلې كوو۔ ده ووئيل چې ډېر زر به په مظفر آباد كښې هم نړيوال كنفرنس وكړې شي۔ ده ووئيل چې هند د مسلم كشي په پالېسې روان دے٬ نړۍ دې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې نوټس واخلي۔ ده ووئيل چې د سي پېك پروژې به په پاكستان او آزاد كشمير مثبت اثرات وشي٬ د سي پېك له مخې به صنعتي ځايونه جوړولې شي۔
د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان خبري كفنرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں