د وزيراعظم عمران خان جيو اكنامك وژن د سوله ايز افغانستان د لارې په مينځنۍ آسيا كښې مخ په وړاندې روان دے٬پاكستان د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره د روابطو جوړولو د لارې د پرمختګ نوي اهداف ټاكي


اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان جيو اكنامك وژن د سوله ايز افغانستان د لارې په مينځنۍ آسيا كښې مخ په وړاندې روان دے٬پاكستان د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره د روابطو جوړولو د لارې د پرمختګ نوي اهداف ټاكي او د سوله ايز افغانستان د لارې د سيمه ايزې خوشحالۍ په لاره روان دے۔د وزيراعظم عمران خان د جيو سټرټېجك څخه د جيو اكنامك د پالېسو وژن بدلون په نتيجه كښې پاكستان د پرمختګ په داسې لار روان دے چې په نتيجه كښې يې د سيمه ايزو روابطو د ودې او د پرمختګ او خوشحالۍ د ټولو موقعو څخه استفاده كولې شي۔وفاقي حكومت د ازبكستان٬تاجكستان٬تركمانستان٬كرغزستان او د قزاخستان پشان پنځه لينډ لاك هېوادونو سره د سيمه ايزو روابطو ودې ته خاص پام كوي چې ورسره به په نزدې سباؤن كښې لويې معاشي بدلونونه په نظر راشي خو د پرمختګ دا سفر سوله ايز افغانستتان سره تړون لري٬ځكه چې د خوشحالۍ د دې وژن څخه رېښتنې استفاده په افغانستان كښې امن او امان سره تړلې ده۔وزيراعظم عمران خان په بېلا بېلو موقعو دا خبره په ډاګه كړې چې پاكستان خپلو ګټو لپاره په افغانستان كښې د امن او امان په اړه تر ټولو زيات دلچسپي لرونكې هېواد دے٬پاكستان په افغانستان كښې د سولې خواهش لري ځكه چې د پاكستان معاشي حكمت عملي په دې انحصار كوي۔وزيراعظم په دې وروستيو كښې د پاكستان دوره كونكې د افغان كډوالو پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل چې يو سوله ايز افغانستان د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره د پاكستان د تجارت ودې لپاره مهم دے او دې سره افغانستان په پاكستان كښې د ګوادر بندر څخه هم استفاده كولې شي۔ده ووئيل چې په كال 2021م كښې د فرورۍ په دوهمه نېټه پاكستان ٬ازبكستان او افغانستان د كابل د لارې د مزار شريف نه تر پېښور د 573 كلوميټره په اوږد روټ هم اتفاق كړې۔پھ دې پروژه د لګښت اندازه 5 ارب ډالر ده۔د دې ترسره كېدو سره به ازبكستان لپاره د پاكستان او بحيره عرب بندر ځايونو ته رسنه آسانه شي او افغانستان به هم د مينځني آسيائي معاشي نظام سره وتړلې شي۔د نوې لارې جوړېدو سره به په سيمه ايزو روابطو كښې د بهترۍ نه علاوه هر كال د 20 ملينه ټنه كارګو تر سيل هم وكړې شي۔وزيراعظم عمران خان او ازبك صدر شوكت مزاريوف په كال 2021م كښې د اپرېل په 14مه نېټه د يوې ورچوئل غونډې په مهال د ترمېز٬مزار شريف٬كابل٬پېښور رېلوے لائن د جوړولو ملاتړ هم كړې۔د دې اقدام په نتيجه كښې د مينځنۍ آسيا هېوادونو د پاكستان كراچۍ٬ګوادر او د پورټ قاسم بندر ځايونو د لارې بحريه عرب ته رسنه زياتول كېدې شي۔د جولائي پھ مياشت كښې د ازبكستان اوسنۍ دورې په مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په شريكو روابطو كښې د اضافې د اهليت په بنياد پاكستان سيمه ايزو هېوادونو سره د تجارتي اړيكو ودې ته ډېر اهميت وركوي۔ده ټرانس افغان رېلوے پروژه پاكستان او ازبكستان لپاره ډېره مهمه پروژه وګرځوله او وې وئېل چې د پروژې ترسره كېدو سره به د پاكستان د مينځنۍ آسيا لويې هېواد ازبكستان پشمول نورو هېوادونو سره معاشي او تجارتي روابط زيات شي۔ده ووئيل چې په سيمه ايزو رابطو كښې اضافې سره به د مينځنۍ آسيا هېوادونه د سي پېك پروژې څخه هم استفاده وكړې شي۔دوي د ټرانسپورټ٬فائبر آپټيكس كېبل انرجي پائپ لائن او په خاص اقتصادي ځايونو كښې د سرمايه كارۍ د پروژو څخه هم استفاده كولې شي۔په تاشقند كښې د مينځنۍ او سوئېلي آسيا د مشرانو غونډې په موقع د موقعو او ستونزو په موضوع په جوړ شوي كنفرنس كښې ګډون كونكو مشرانو ته په وېنا كښې د جولائي په مياشت كښې وزيراعظم عمران خان د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې او وې وئېل چې شريكې ګټې لپاره پاكستان په ګاونډي هېواد افغانستان كښې د سياسي حل خواهش لري۔ده ووئيل چې په افغانستان كښې د سولې د لارې د پاكستان٬ازبكستان او مينځنۍ آسيا د نورو هېوادونو روابطو زياتول كېدې شي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم په افغانستان كښې پوخ امن سيمه ايزو روابطو لپاره مهم وګرځولو۔ده ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د پائيدار امن خواهش لري او په دې لړ كښې ټولې ممكنه هڅې كولې شي۔په تاشقند كښې د خبرو په مهال ده ووئيل چې سيمه ايز روابط زياتولو سره به د ټولې منطقې او پرمختګ او خوشحالۍ كښې مرسته وشي۔پھ تاشقند كښې د وزيراعظم عمران خان او د ازبك صدر په جولائي كښې د شوي ملاقات نه پس په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې دواړو مشرانو د ګوادر نه تر تاشقند د ټرين سروس او د كراچۍ نه تر تاشقند د ټرك سروس پېل كولو خواهش څرګند كړې۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل چې پاكستان ګاونډي هېواد افغانستان او د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره تجارت زياتول غواړي۔چې مقصد يې د لويو طاقتونو د علاوه د شريك تجارت تنوع ده٬د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو ستنېدل د افغانستان د پرمختګ پېغام دے او دې سره پاكستان ته موقع په لاس راغلې چې هغه خپلو ګاونډي هېوادونو د سوئېلي او مينځنۍ آسيا هېوادونو سره خپلې تجارتي اړيكې مستحكم كړي۔پاكستان د مينځنۍ آسيا د منډيو او د تجارت د موقعو څخه استفاده كول غواړي او د خپل صنعتي پرمختګ اهدافو لپاره په دې هېوادونو كښې د توان د وسيلو څخه هم استفاده غواړي٬پاكستان په افغانستان كښې په سياسي حل پوخ باور لري كوم چې د پرمختګ د سفر ضامن كېدې شي۔د نړيوالو چارو پوهانو وئېلي دي چې د سوئېلي او مينځنۍ آسيا روابطو سره به يو شمېر هېوادونو ته ګټھ ورسي۔د كابل د لارې د مزار شريف نه تر پېښور د رېلوے لائن په نتيجه كښې به د شمالي او سوئېلي روسيې په سفر كښې 600 كلوميټره كمې راشي۔دغې په دې سفر كښې د كمي په نتيجه كښې به د سوئېلي آسيا او د مينځنۍ افريقې هېوادونو سره د چين به تجارت كښې سهولت راشي او د شېپنګ په وخت كښې به هم ځانګړې كمې راشي۔په كال 2021م كښې د جولائي په 15مه نېټه پاكستان٬ازبكستان٬افغانستان او امريكې په دې اصولي اتفاق كولو سره اعلان كړې و چې د سيمه ايزو روابطو ودې لپاره به كثيرالملكي سفارتي پليټ فارمونه جوړولې شي چې ورسره به په سيمه ايزو روابطو كښې د اضافې حكمت عملي مستحكم كړې شي۔په امن او امان او سيمه ايزو روابطو كښې اضافه د جيو اكنامك حكمت عملۍ مهم عنصر دے۔پوهانو د دې باور څرګندونه كړې چې د سوئېلي آسيا هېواد پاكستان د مينځنۍ آسيا هېوادونو نه علاوه نورو هېوادونو سره د شريكو روابطو ودې لپاره په تندۍ سره جامع او متنوع اقدامات كوي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس