اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د پاكستان معيشت او سلامتيا ته عمر له پخپل سياست ترجيح وركوٶ، مونږ به پاکستان مخ په وړاندې بيايو، د ټېکس وصولۍ نه غېر د خودارۍ خبرې بې معنې دي، حکومتي اقدامات له امله پاكستان د ديواليه كېدو خطر نه رابهر شوے٬ اوس د ډيفالټ هېڅ چانس نشته، حالات سخت دي خو مونږ له به په يوه لاره تګ كول وي، كه مالياتي نظم وضبط برقرار وساتلے شو نو مونږ به د سخت وخت نه رابهر شو۔ د نهې په ورځ ټرن اراؤنډ پاکستان کنفرنس ته خپلې وېنا كښې د خزانې وزير ووئيل يو هېواد هم د 5 ٬ 5 زره اربه خسارې متحمل كېدے نشي ٬ سږ كال د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكس وصولۍ تناسب 8.7 فيصد دے او پاكستان په نړۍ كښې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكس وصولۍ د كمې شرح په هېوادونو كښې شامل دے، ده ووئېل په كال 2018 كښې د مسلم ليګ ن حكومت په پائې كښې د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 11.1 فيصد وه ، د ري بېسنګ نه پس د نوي جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح 8.6 فيصد ده ۔ د خزانې وزير ووئيل د ټېکس وصولۍ نه غېر د خوددارۍ خبرې بې معنې دي، كله چې تاسو ټېكس نه اهلې او د نورو هېوادونو څخه په سود پېكچز اخلې نو بيا د خوددارۍ خبرې پكار نه دي٬ دا نظام سمول دي۔۔ ده ووئيل هېواد ديواليه كېدو٬ د دې مخنيوي لپاره ضروري وه او دې مقصد لپاره د پټروليم مصنوعات بيعه كښې اضافه كول وٶ٬ زه پخپل قام فخر كوم٬ قام لېونے نه دے٬ ھغه پوهه دے چې حکومت ستونزو سره مخ ٶ او پاكستان ديواليه كېدو پلو روان ٶ، ده ووئېل د پاکستان بې وسه اولس زمونږ ملګرتيا كړې او كله چې بې وسه اولس زمونږ ملګرتيا وكړه نو مونږ شتمند په ټېكس نېټ كښې شامل كړل٬ كه سږ كال په شتمندو سپر ټېكس ولګولے شو نو په وزيراعظم او د ھغه د زامنو په كمپنو به هم دا ټېكس لګولې شي٬ زما په كمپنۍ هم دا ټېكس لګولې شوې ۔ ده ووئيل سپر ټېكس په شتمندو طبقو او كمپنو لګولې شوې د كومو چې آمن د 15 كروړه نه تر 30 كروړه او د دې نه زيات دے٬ د دې نه پس به د ګرد هېواد دكاندران په ټېكس نېټ كښې شاملوٶ٬ حكومت انكم ټېكس او سېلز ټېكس زيات كړے، په راتلونكو ورځو كښې به رئيل اسټيټ، کار ډيلرز او د فرنيچرز ډيلرز پشمول يو شمېر څانګې په ټېكس نېټ كښې شاملې كړې شي٬ ده ووئېل د اسلام آباد چيمبر سره په خبرو كښې ما هغوي له باور وركړے چې د ټېكس پحقله به آسانۍ وركولې شي٬ كه پاكستان خودكفيل جوړول دي نو پاكستانيانو له به خپله برخه اچول وي او شتمندو له به خامخا خپله برخه اچول وي۔ ده ووئيل كومې سختې پرېكړې چې كول وې ھغه مونږ وكړې او كه د هېواد په ګټه مونږ له بيا لپاره هم سختې پرېكړې كول وي نو كوٶ به۔ ده ووېيل د پاكستان معيشت او سلامتيا ته تل پخپل سياست ترجيح وركوٶ، مونږ به پاکستان مخ په وړاندې بيايو
د حکومتي اقدامات له امله پاكستان د ديواليه كېدو خطر نه رابهر شوے٬ اوس د ډيفالټ كېدو هېڅ چانس نشته۔ د خزانې وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا