اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم داخله او احتساب لپاره صلاحكار شهزاد اکبر وئيلي دي د نېب لخوا په من?? لانډرنګ کېس ??ښې د شهباز شريف او د ھغه د اولاد په ضد رېفرنس دائر كړے شوے ، نېب مؤثره تحقيقات كولو سره كوټلي شواهد راجمع كړي٬ اېف آئي اے د شوكر كمېشن رپورټ په لړ ??ښې تحقيقات كوي٬ د رمضان شوګر ملز د يوولسو ملازماتو د اكاٶنټس د لارې 9 اربه روپو من?? لانډرنګ شوے٬ منظم ګېنګ په منظم ډول من?? لانډرنګ كړے٬شهباز شريف اول هم زما د پوښتنو ځوابونه نه دي وركړې، نن ھغه څخه 4 پوښتنې شوي٬ په ميډيا صفائي وړاندې كوٶنكي دې عدالت ته صفائي وړاندې كړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا ??ښې وكړې۔شهزاد اکبر ووئيل دا وئيل غواړم چې د من?? لانډرنګ نېټ ورك څنګه وچلولے شو، شهباز شريف او د ھغه كورنۍ په منظم ډول د خپلو آله کارو د لارې من?? لانډرنګ كړے٬ دوي د ټي ټيز د لارې مالي ګټه ترلاسه كړې، خپل کاروبار ئې زيات كړے ۔ ده ووئيل د نېب لخوا په من?? لانډرنګ کېس ??ښې د شهباز شريف او د ھغه د بچو په ضد رېفرنس دائر كړے شوے ۔ده ووئېل د نېب رپورټ په 55 واليمز او 25 زره پاڼو مشتمل دے كوم چې په كوټلې دستاوېزي شواهدو آډانه دے، په دې رېفرنس ??ښې 16 كسان نومولې شوي چې پ??ښې د شپږو تعلق د شهباز شريف كورنۍ سره دے او لس ملزمان د دوي آله كار دي۔ده ووئېل په دې كېس ??ښې 4 كسانو خپله ګناه تسليم كړې او سلطاني ګواه جوړ شوي۔ ده ووئيل درې كمپنۍ هم د دې من?? لانډرنګ نېټ ورك برخه دي، 177 جعلي ټي ټيز هم د نېب رېفرنس برخه دي، د حمزه شهباز اكاٶنټ ته د راغلي روپو تفصيل هم په رېفرنس ??ښې درج دے۔ شهزاد اكبر ووئيل اېف آئي اے د شوګر کمېشن رپورټ په لړ ??ښې تحقيقات كوي، د رمضان شوګر ملز د 11 ملازمانو اكاٶنټس د لارې 9 نيم اربه من?? لانډرنګ شوے٬ د من?? لانډرنګ روپۍ شهباز شريف او د ھغه كورنۍ خپلو مفادو لپاره استعمال كړې۔ده ووئېل د دوي در??مد كړے لېنډ كروزر كسټم ډيوټي د من?? لانډرنګ څخه ادا كړې شوې، په ډي اېچ اے ??ښې دوه كورونه هم د من?? لانډرنګ څخه اخستې شوي، شهباز شريف خپلې كورودانې ته يو كور ډالۍ كړے دا هم په دغه روپو اخستے شوے۔ده ووئېل منظم ګېنګ په منظم ډول من?? لانډرنګ كړے۔ ده ووئيل د رمضان شوګر ملز د يوولس ملزمانو جعلي اکاٶنټس پرانستے شوي او د دې اكاٶنټس د لارې 9 نيم اربه روپۍ د من?? لانډرنګ د لارې لېږلې شوې٬ دا رمضان شوګر ملز د شهباز شريف كورنۍ ملكيت دے او حمزه شهباز او سلمان شهباز دا كاروبار كوي۔ ده ووئيل د شهباز شريف نن 70مه سالګيره ده ٬ په دې ورځ ده له رښتيا وئيل پكار دي٬ شهباز شريف د دې نه وړاندې زما د 17 او بيا د 12 پوښتنو ځوابونه نه دي راكړې خو نن د ھغه نه 4 پوښتنې نورې كوم٬ آيا سلمان او حمزه شهباز ستا په وېنا د كال 2008 نه تر 2018 كرپشن كولو او كك بېكس ئې ترلاسه كول؟ دا کرپشن حلال ګرحولو لپاره منظم من?? لانډرنګ شوے، سلمان شهباز څخه ذاتي استعمال لپاره پېسې وصول شوي ٬ لندن ??ښې د ھغه مفرور زوې سلمان شهباز او مفرور زوم علي عمران كومو وسائلو څخه خپل خرڅونه ترسره كوي ځكه چي هغوي هلته هېڅ كاروبار نه لري۔ ده ووئيل شهباز شريف د ھغه ورېرې د ھغه د سالګېرې په موقع د ګوند نه كك آٶت كړے كوم چې د افسوس وړ صورتحال دے،بايد ھغه د مشرانو احترام وكړي
د وزيراعظم داخله او احتساب لپاره صلاحكار شهزاد اکبر خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر