اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښ?? د كال 24-2023 په وفاقي بجټ عمومي بحث د ګل په ورځ هم جاري ٶ٬ د بيلو سيا??ي ګوندونو غړو په هېواد كښ?? د روزګار موقعې زياتولو او په ګرانۍ كښ?? د كمي په ضرورت زور رواړې٬ غړو ميثاق معيشت د وخت ضرورت ګرځولو سره تل پاتې اقتصادي نمو او په قرضو كښ?? كمي لپاره د روډ ميپ په ضرورت هم زور رواړو۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښ?? د كال 24-2023 په وفاقي بجټ بحث كولو سره د بي اېن پي مېنګل غړي وزير مملکت محمد هاشم نوتيزئي ووئيل په هېواد كښ?? بې روزګاري زياته ده چې په سبب ئې ځوانان په غېر قانوني توګه اروپا ته د تګ هڅې كوي او ځانونه وژني، د معاشي تنګدستۍ خاتمې او د روزګار موقغې زياتولو پلو به پام ګرځول وي۔ کچلاك ټو خض??ار او خض??ار ټو کراچي سترې لارې لپاره د?? فنډز وركول باوري كړې شي٬ د بلوچستان سېلاب ځپليو ضلعو د اولس د ستونزو دې ازله وكړې شي٬ هيله لرو چې زمونږ مطالباتو ته به پام وكړې شي۔ د مسلم ليګ (ن) شهناز سليم په بجټ بحث كولو سره ووئيل د آئي اېم اېف پېکج نشتوالي او د تېر حكومت د بدانتظامۍ او نااهلۍ له امله د رامخې ته ستونزو باوجود د خزانې وزير متوازن بجټ وړاندې كړېدے۔ دې ووئيل حکومت سياست په داٶ لګولو سره معيشت ته ترجيح وركړې ده مونږ د سياست په ځائ رياست ته اهميت وركړې۔ دې ووئيل تنخا زياتېدو او د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښ?? كمي سره به ريليف ترلاسه شي۔ د پاکستان پيپلز پارټي ډاکټر نفيسه شاه ووئيل په يونان كښ?? د كشتۍ چپه كېدل د افسوس وړ پېښه ده٬ په دې دې كمېشن جوړ كړې شي د دې پېښې دې پلټنې وكړې شي، دې پېښې څخه مونږ ته زده كړه پكار ده ٬ دا مهال پاكستان كښ?? د ځوانانو اكثريت دے ٬ مونږ دوي لپاره څه سوچ كوٶ؟٬ آيا مونږ د دې ځوانانو د صلاحيتونو نه د ګټې پورته كولو څه نظام لرو؟۔ دې ووئيل د ګرانۍ٬ آئيني او عدالتي بحران په سر دے خو په دې تولو بحرانونو كښ?? لوے بحران سياسي دے۔ دې ووئيل سياسي بريك ډاون او د سازشونو لاره نيولو لپاره به مونږ له ټولټاكنې كول وي۔ دې ووئيل په بجټ كښ?? د خزانې وزير په صنعتونو او اېس اېم ايز بوج نه دې اچولې كوم چې خوشبيدنه دې، د ټيکس بنياد كښ?? پراختيا او د توان څانګې لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د پي ټي آئي آسيه عظيم په بجټ بحث كولو سره ووئيل چې په يونان كښ?? د كشتۍ چپه كېدو پېښه كښ?? د پاكستانيانو حق رسېدل د افسوس وړ دي٬ د روزګار موقعې زياتولو سره په دا ډول پېښو كښ?? كمې كېدې شي۔ دې د ميثاق معيشت د تجويز حمايت وكړو۔ ډاكټر نفيسه شاه په تنخا او پنشن كښ?? د اضافې ستائنه كولو سره په ګرانۍ قابو موندلو لپاره د اقداماتو مطالبه وكړه
قامي اسمبلۍ كښې د كال 24-2023 په وفاقي بجټ عمومي بحث د ګل په ورځ هم جاري ٶ
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری