اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) د قومي اس??بل?? په غونډه كښ?? يو شمېر غړو د اعتراض په نكته بېلې مسئلې په ډاګه كړی۔ سپيكر د غړو لخوا په پورته كړې نكتو رولنګ وركړو او هدايات يۍ جاري كړل۔ د نهې په ورځ د قومي اس??بل?? په غونډه كښ?? د اعتراض په نكته مهناز اكبر عزيز ووئيل سېلګرۍ څخه ريونيو راځي٬ چترل څخه تر شېندرو د سړك حالت ډېر ناوړه دے۔ سي پېك كمېټي دې فعاله كړې شي۔ وفاقی وزیرمرتضیٰ جاوېد عباسی ووئيل په خېبر پښتونخوا كښ?? د پي ټي آئي 9 كاله حكومت پاتے شوے دے٬ دغلته ټولې ادارې تباه كړې شوي دي د كومو بحالي چې په راتلونكو درې څلورو كلونو كښ?? ممكن نه ده۔ نن په صوبه 900 اربه روپۍ قرض دے۔ په سوؤنو ټيوب وېلز بند دي٬ واپډا ته دې ټيوب وېلز ته د برېښنا وركولو له هدايت جاري كړې شي۔ سپيكر ووئيل د ټولې صوبې بد حال دے نګران حكومت دې نوټس واخلي۔ ډاكټر درشن ووئيل دوه ورځې وړاندې په ګھوټكي كښ?? يوه كوچنۍ قتل كړې شوه تر دې دمه كومه ګرفتاري نه ده شوې۔ په دې اړه دې هدايات جاري كړې شي۔ مهناز اکبرعزیز ووئيل په بھارہ کهو كښ?? د ماشومې د قتل 12 ورځې شوي دي ٬ د دې تفصيلاتو څخه دې خبر كړې شي۔ دوهم سپيكر ووئيل رپورټ راغلې معامله په كورټ كښ?? ده۔ نواب محمد یوسف تالپور ووئيل سندھ سره د اوبو په لړ كښ?? زياتې كېږي۔ د 1991 د اوبو د وېش په لوظنامه عمل نه كېږي۔ په دې بايد عمل وكړے شي۔ سپيكر معامله اړوندې كمېټۍ ته رېفر كړه۔ مولانا محمدانور ووئيل د تېر كال په مهال د سېلاب د لاسه په ټانك ٬ لكي مروت او ډېره اسماعيل خان كښ?? زيات زيان شوے دے ٬ دغسې سيمې ستونزو سره مخ دي۔ زمونږ مسئلې بايد حل كړې شي۔ ناز بلوچ ووئيل د عدالت احترام ضروري دے۔ په عملي توګه بايد انصاف كېدل په نظر راشي۔ دې ووئيل د اپوزيشن غړو دوه دوه كال د نېب زندانونه برداشت كړې دي او څه هم نه دي ثابت شوې۔ دې ووئيل مونږ د نېب په قانون كښ?? بدلون كړې او د حراست موده مو درې مياشتې څخه كمولو سره 14 ورځ كړې ده خو ددې باودجود د پي ټي آئي غړي څو ورځ زندان هم زغملې نه شي۔ دې ووئيل هيله لرو چې په انصاف رسوؤنكي به د انصاف په اصولو ولاړ پاتې شي۔ شاهدہ رحمانی ووئيل په كراچۍ كښ?? لوډشیډنګ روان دے خلق ??تونزو سره مخ دي۔ دې سره سره اووربلنګ هم كېږي۔ دې ووئيل په كراچۍ كښ?? په ګرمۍ كښ?? هم د ګاز لوډشېډنګ كېږي۔
د قومي اسمبلۍ غونډه ٬ د غړو د اعتراض په نكته په بېلو مسئلو خبرې ٬ سپيكر رولنګ وركړو او هدايات يۍ جاري كړل
VIA Online Online Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد