اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي پاکستان تحریك انصاف د پانامه پھ معامله اولس ګمراه كوي ، د سړكونو نه پس اوس پارلمان كښې احتجاجی سیاست کوي۔ يو ش??صی ټی وی چینل پروګرام كښې ده ووئيل پی ټی آئی پارلمان كښې په قامی مسئلو تعمیری بحث کولو پھ ځائې اړې ګړې راپيدا كول غواړي ، ده ووئيل د پاکستان تحریك انصاف لارښود پارلمان كښې هم هغسې خبرې كوي كومې چې ئې په ډي چوك كښې د احتجاج په مهال ?? خپلو سیاسی مخالفینو پھ ضد كولې۔ وياند ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د پانامه پیپرز معاملې نه پس سپریم کورټ ته د کمېشن جوړولو لپاره خط ليکلې وو او د هغه نامه هم پھ پانامه پیپرز كښې نشته خو پی ټی آئی هغه هم نه منلو۔ ده ووئيل پاکستان مسلم لیګ (ن) به د پانامه پیپرز په معامله د سپریم کورټ پريكړه مني ځكه چې مونږ د عدالتونو احترام کوونكې يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان د داخله وزير په هيڅ د هيواد څخه د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له د قدر وړ ګامونه پورته كړي چې له امله ئې د هيواد څخه د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ پېښې كمې شوي ، ده ووئېل هيواد كښې د امن وضعه باورې كولو له هغه په 64 کالعدم تنظیمونو بنديز ل??ولې۔ مصدق ملک ووئيل د 1.4 ملیونه افغانانو كډوالو رجسټریشن او 80 زره هيواد ته په ستنولو کښې هم د هغه كردار مسلم دے
پاکستان مسلم لیګ (ن) به د پانامه پیپرز په معامله د سپریم کورټ پريكړھ تسليموي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب