اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف ??لو?? د وفاقي انشورنس محتسب د كاركردګۍ ستائنه كولو سره په انشورنس چارو كښې انصاف تر وګړو رسولو له د ادارې د كردار په اړه د اولسي شعور بېدارولو په حاجت زور راوړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته د وفاقي انشورنس محتسب كلن رپورټ (2022) د شورؤ په ورځ وړاندې كړے شو۔ رپورټ وفاقي انشورنس محتسب ډاکټر محمد خاور جمیل وړاندې كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل په انشورنس چارو كښې اولس ته د دوي تر درشل د انصاف رسول به لا ګړندے كول وي۔ ده ووئيل اولس دې انشورنس سره د اړوندو ګېلو لرې كولو له وفاقي انشورنس محتسب ته رجوع وكړي۔ صدر مملكت د وفاقي انشورنس محتسب د كال 2022 كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ فاقی انشورنس محتسب په خپل كلن رپورټ كښې وئيلي دي په دې مهال د 4634 شکایت??نو ازاله وكړې شوه او انشورنس پالېسي هولډرز ته د 205 اربه روپو ريليف وركړے شو۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي وفاقي انشورنس محتسب د 95 فیصده انشورنس کېس??نو ازاله په 60 ورځو كښې كړې ۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي په سكھر او حېدر آباد كښې نوې دفترونه پ??انستلې شوي دغسې چې ځايي وګړو ته انصاف د هغوي تر درشل ورسولې شي
د وفاقي انشورنس محتسب كلن رپورټ صدر مملكت ته وړاندې كړے شو
Decide on Bonus Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش