اسلام آباد۔21اپریل (اے پی پی) دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء ??لل?? خان د کوچني اختر په موقع ټول ملت او اسلامي نړۍ ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې ده او وئيلي يې دي چې دا اختر دمسلمانانو د خوشحالۍ او شکر ورځ ده، پاكستانې ملت يو غېرتي او عزم لرونكې ملت دے ٬ د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې ات??اد?? حكومت شپه او ورځ د اولسي خذمت ايجنډا مخ په وړا??دې بيايي٬ ټول ولس په ګډه په تېرو وختونو کښې بېلا بېلو بحرانونو ته ماتې ورکړې، كه پ??ك پروردګار ته منظور وي اوس به هم بريالې شي۔ د کوچني اختر په مناسبت خپل پيغام کښې د کورنيو چارو وزير رانا ثناء??لل?? خان ووئيل چې د کوچني اختر مقصد د مسلمانانو ترمينځ يووالي، ورورولۍ، قربانۍ او سخاوت ته وده ورکول دي۔ ده ووئيل چې د اختر په خوشحاليو كښې دې بې وزله وګړي هم شريك كړې شي۔ ده ووئيل د اختر په دې موقع لاس په دعا يؤ چې پ??ك پروردګار دے د پاكستان او پاكستاني اولس مسئلې حل كړي۔ رب العالمين دے پاكستان ته ترقي وركړي۔ ده ووئيل هغه قومونه تل كامياب پاتې كېږي كوم چې د سختو حالاتو په مړانه مقابله كوي۔ ده دعا وكړه چې پ??ك پروردګار دے مونږ له د پاكستان په سوكالۍ او پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كولو توفيق راكړي۔
ټول اولس او اسلامي نړۍ ته د كوچنې اختر مباركي٬ اولس چې په تير وخت كښې څنګه ستونزو ته ماتې وركړې اوس به هم بريالې شي٬ داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان
Wheel of Wishes APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔