اسلام آباد۔7مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د عمران خان”عدالت څخه مې بچ كړئ“ تحریک به هم په وېډيو لنك وچلولے شي٬ دا هغه دے كوم چې څلور كاله حكومت هم په وېډيو لنك چلول??٬ اوس عدالت ته وائي زه به په وېډيو لنګ عدالت ته وړ??ند?? شم٬ عدالت بايد په ليډر او ګيدړ كښې فرق وكړي٬ عمران خان بايد عدالت ته زر تر زره وړ??ند?? كړے شي۔ د نهې په ورځ د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې دې ووئيل د هېواد په تاريخ كښې مو داسې تورن نه دے ليدلے كوم چې عدالت راوبلي ٬ بيا د هغه انتظار وكړي او هغه پېش نه شي او عدالتونو ته دا اووائي چې زه به په وېډيو لنك پېش شم۔ دې ووئيل دا هغه سړے دے چې په لانګ مارچ كښې يۍ خلق په ګولو ويشتل كېدل او هغه د پلستر سره په زمان پارك كښې وېډيو لنك ته ناست وو۔ هغه وائي زه عدالت بچ كړئ تحريك چلول غواړم٬ دا عدلت بچ كړئ نه عدالت نه ما بچ كړئ تحريك دے۔ دې ووئيل نواز شريف به سره د خپلې لور هر ورځ عدالت ته وړ??ند?? كېدو۔ دې ووئيل نواز شريف ته معلومه وه چې هغه كوم جرم نه دے كړے۔ دې ووئيل ع??ران خان په توشه خانه، فارن فنډنګ او د خپلې لور په كېس كښې عدالت ته وړ??ند?? نه شو ٬ ځكه چې هغه ځواب نه لري۔ دې ووئيل ع??ران خان فارن ایجنټ دے ٬ هغه د كلاس فور د لارې مني لانډرنګ كړے ٬ د خېرات پ??سه يۍ په سياست لګولې ۔ دا سړے تر نن ورځې په كوم هم كېس كښې وړ??ند?? نه شو ولې چې هغه ته معلومه ده چې دا ټول جرمونه هغه كړې دي۔ دې ووئيل عدالتونه بايد په سمدستي توګه عمران خان انصاف سره مخ كړي۔ كه هغه عدالت ته نه وړ??ند?? كېږي نو د ګرفتارۍ په وارنټ دې ګرفتار كړے شي او عدالت ته دې وړ??ند?? كړے شي۔
د عمران خان”عدالت څخه مې بچ كړئ“ تحریک به هم په وېډيو لنك وچلولے شي٬ دا هغه دے كوم چې څلور كاله حكومت هم په وېډيو لنك وچلولو٬ عدالت بايد په ليډر او ګيدړ كښې فرق وكړي٬ عمران خان بايد عدالت ته وړاندې كړے شي٬ مريم اورنګزېب
The Legend of Perseus APP game platform website
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک