اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اسلامي هېوادونو تنظيم(او آئي سي)د فورم د لارې په ټوله نړۍ كښې د اسلامو فوبيا زياتو شوو بنيادي وجوهاتو او دا په اجتماعي توګه حل كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي او آئي سي د اسلامي امت اجتماعي غږ دے۔صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه او آئي سي جده كښې د پا??ستان نومولي مستقل استازي سيد محمد فواد شير سره په خبرو كښې كړی چا چې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو ۔صدر وو??يل او آئي سي دې په ټوله نړۍ كښې د مسلم اقليتونو د بنيادي بشري حقونو تحفظ لپاره موثر اقدامات وكړي۔ده وو??يل نړۍ له په هند كښې د اقليتونو په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د زياتو شوو تشدد پېښو نوټس اخستل پكار دي۔ده هيله څرګنده كړه چې د او آئي سي ټول مسلم غړي هېوادونه به د كشمير مسئلې حل لپاره مثبت پېشرفت وكړي او د هند د غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه كشمير كښې په خلقو د ظلم بندولو كښې به كردار ادا كړي۔صدر د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرا??يل تشدد او په غېر قانوني اقدامات د خپل تشويش څرګندولو سره وو??يل دا ډول اقدامات د بشري اقدارو ٬بشري حقونو او د نړيوال قانون په ضد دي۔ده وو??يل تر څو چې د فلسطين مسئله حل شوي نه وي مينځني ختيز كښې مستقل امن نشي راتللے ۔صدر مملكت وو??يل پاكستان د سائنسي او تكنيكي مرست?? لپاره د او ائي سي قائمه كمېټۍ(كامسټيك)د لارې د او آئي سي هېوادونو ترمينځه د سائنس او تكنيكي مرستې ود?? لپاره كار كوي۔ده وو??يل د پا??ستان علامه اقبال اوپن يونيورسټي او ورچوئل يونيورسټي د تعليمي ماډيولز د لارې غړو هېوادونو ته آئن لائن تعليم او د آئي ټي مهارتونه وړاندې كولې شي۔ده وو??يل نزدې 8000 غېر ملكي زده كوونكي د ورچوئل يونيورسټۍ څخه ګټه پورته كوي او د تعليم په څانګه كښې د اسلامي هېوادونو سره د لا مرستې په سبب به دا شمېره لا زياته شي۔دغسې صدر نامزد سفير ته د او آئي سي غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت زياتولو لپاره د كار كولو هدايت وكړو۔
او آئي سي دې په ټوله نړۍ كښې د مسلم اقليتونو د بشري حقونو تحفظ لپاره موثر اقدامات وكړي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
Super Baccarat Official Game
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha