اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو لخوا سېلاب ځ??ليو لپاره د مرستې ??امان وړومبې پيره رارسېدلې۔ نور خان هوائي مېدان ته په رسېدو د متحده عرب اماراتو سفير حماد عبيد ابراهيم الزيبي د مرستې ??امان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ته حواله كړو۔ په دې موقع مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د متحده عرب اماراتو لخوا وړومبۍ پيره اسلام آباد ته راورسېده۔ د تركيې الوتكه به هم دلته راورسي۔ نور هېوادونه هم د مرس??ې لپاره تيار دي او هغوي به د مرستې ??امان پاكستان لپاره راولېږي۔ دغسې د چين لخوا ټينټونه رارسي٬نړيواله ورورولي سېلاب ځ??ليو سره د يو والي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل چې ډېر زر به د مشكل حالاتو څخه راووځو څنګه چې د كال 2005 زلزلې او 2010 سېلاب كښې پاكستاني اولس د سخت وخت مقابله كړی وه۔ ده ووئيل چې كومې سيمې ځپلې شوي دي هغوي به په خپلو پښو بيا ودروو۔ده ووئيل چې د اوسنيو بارانونو او سېلاب له امله په سندھ او بلوچستان صوبو كښې په لويه پېمانه ځاني او مالي ز??ان شوے٬ پلونه مات شوي٬د پومبې فصلونو ته ز??ان رسېدلې۔ سوئېلي ضلعې ډېره اسماعيل خان٬دير٬سوات٬چترال٬ګلګت بلتستان كښې هم د اوسني بارانونو په سبب لويې ز??ان شوې۔ اېن ډي اېم اے د ز??ان جائزه اخلي٬چې كومې لارې د بارانونو په سبب د ماتېدو ښكار شوي هغه به ډېرې زر پرانستلې شي۔ده ووئيل چې حكومت ځپليو ته د هر ممكنه آسانيو وركولو لپاره هڅې كوي۔ټول وسائل كارولو سره به د اولس مرسته كوو۔ ده ووئيل چې د سېلاب له امله سترې لارې او رېلوے ټريك پشمول انفراسټركچر هم ځپلې شوې۔ د سېلاب په سبب ځاني او مالي ز??ان سره فصلونو ته هم ز??ان رسېدلې۔د دې څخه وړاندې د متحده عرب اماراتو لخوا د سېلاب ځ??ليو لپاره د مرستې ??امان وړومبۍ پیره نور خان هوائي مېدان ته رارسېدلې۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د متحده عرب امارات سفير پشمول نور چارواكي هم موجود وو۔ د عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النه??ان د پاكستان لپاره د درې زره ټنه مرستې ??امان لېږلو هدايت كړې و۔ د متحده عرب امارات لخوا د مرستې ??امان نورې 15 الوتكې به په يو څو ورځو كښې پاكستان ته راورسي۔ د مرستې په سامان كښې خيمې٬خوراك٬داروګان او نور ضروري څيزونه شامل دي
د متحده عرب امارات لخوا سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان وړومبې پيره راورسېده٬ډېر زر به د سختو حالاتو څخه راووځو۔ د وفاقي وزير احسن اقبال مېډيا سره خبرې
Football studio credibility platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت