اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاکستان 75م كال د آزادۍ ورځ لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسېدلې دي ٬ د خوږ هېواد 75مه سا??ګره (ډائمنډ جوبلي) به (سبا) د اتوار په ورځ ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شي٬ د آزادۍ ورځ په موقع به په سركاري او نجي كچه بېلا بېلې دستورې كولې شي، د ورځې پېل به د هېواد پرمختګ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره خاص دعاګانو څخه كېږي۔ د آزادۍ ورځ په موقع به قائداعظم محمد علي جناح ته د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن جورولو په هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې ??ولې شي٬ بهر هېواد كښې د پاكستان په سفارتخانو كښې به د بېرغ هسك كولو دستورې كېږي چې پكښې به د پاكستان كميونټي هم ګډون كوي۔ د آزادي ورځ نه وړاندې سركاري او نجي ودانۍ٬ بازارونه٬ ماركيټونه په ښه ډول سنګار كړے شوي۔ د آزادۍ ورځ دستورو په لړ كښې د قامي بېرغونو٬ د تحريك پاكستان موسسانو عك??ون?? او بينرو سټالونه لګولې شوي٬ پاکستان ټيلي ويژن، راډيو پاکستان او د ميډيا د نورو ذريعو لخوا د دې ??رځې مناسبت سره بېلا بېل پروګرامز ترتيب كړے شوي،د آزادۍ ورځ په موقع به ورځپاڼې خاص اېډيشن خپروي٬ په کراچۍ كښې د باني پاکستان قائداعظم محمد علي جناح په مزار به د ګارډز بدلېدو دستوره كېږي٬ په دې ??رځ به په لاهور كښې د علامه ډاکټر محمد اقبال په مزار هم د ګارډز بدلېدو خاص دستوره كېږي۔ د هېواد د نورو برخو غوندې آزاد کشمير او د ګلګت بلتستان په ټولو ضلعو كښې به هم د آزادۍ ورځ دستورې كولې شي۔ د آزادۍ ورځ په موقع به په وفاقي پايه تخت او صوبائي سرښارونو كښې د بېرغ هسك كولو دستورې كېږي٬ د ورځې په مناسبت سره به د صدر مملکت او وزيراعظم پشمول د خاص شخصياتو پېغامونه جاري كولې شي۔ دا خبره د ذكر وكړو ده چې د نېمې وچې وېش په نتيجه كښې په كال 1947 كښې په دې ??رځ پاكستان د برتانيه څخه آزادې اغستې ٶه ٬ د 14م اګست ورځ پاكستان كښې په سركاري كچه جوش او جذبې سره لمانځلې كېږي٬ د پاكستان اولس په دې ??رځ خپل قامي بېرغ هسك كوي او د باني پاکستان قائداعظم محمد علي جناح پشمول خپلو ټولو ملي محسنانو ته پېرزوئنې وړاندې ??وي۔ د آزادۍ ورځ لمانځلو مقصد آزادي ترلاسه كولو لپاره په شوو هلو ځلو د پاكستان ملي اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې ??ول او د دې ??وظ هم تجديد كول دي چې مونږ ټول به په ګډه پاكستان خپل حقيقي منزل ته رسولو لپاره هلې ځلې روانې ساتو٬ په 14م اګست د آزادۍ ورځ په موقع به د تحريك پاكستان شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې ??ولو نه علاوه د خوږ وطن سا??ميت لپاره د خپلو ځانونو قربانوٶنكو سره د يووالي څرګندونه هم كولې شي۔ دا ورځ مونږ ته د خپلو مشرانو د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د جلا وطن ترلاسه كولو د جمهوري هلو ځلو يادګېرنه كوي
د پاکستان 75م كال د آزادۍ ورځ به (سبا) په ملي جوش او جذبې سره لمانځلې شي
Blackjack Turkish Trust Platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ