اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) سېنېټر مشاهد حسېن سید د تركيه صدر رجب طیب اردګان ته د فلسطين مسئلې تلپاتي حل لپاره د مشرۍ ??ول?? اپيل ??ول?? سره 3 نکاتی اېکشن پلان وړاندې كړو۔ د صدر اردګان په بلنه مشاهد حسین سید د تركيه په پلازمينه كښې نړيوال فلسطيني كنفرنس كښې د خپل مهم خطاب په مهال 3 نکاتی اېکشن پلان وړاندې كړو۔ ده د صدر اردګان د لارښودنې صلاحيتونو ستائنه ??ول?? دې د اسلامي نړۍ زمرے وګرځولو۔ مشاهد حسېن اسرائیل د تاريخ اولنے ټیلیویژنی نسل کشی كوؤنكے هېواد ګرځولو سره ددې غندنه وكړه۔ ده د لوئيديزو هېوادونو دوه مخيزې معيار او اخلاقي فقدان هم وغندلو۔ ده په دستوره كښې 50 څخه د زياتو هېوادنو نزدې 1000 مېلمنو په وړاندې خپل اېكشن پلاون وړاندې ??ول?? سره ووئيل تر ټولو لومړے دا چې صدر اردګان دے ??شري وكړي۔ د نړيوالو لارښودو يو پلاوې دې تشكيل كړي په كوم كښې چې د پاكستان شمول د ګلوبل ساؤتھ انډونیشیا، ملائیشیا، سوئيلي افريقې ٬ الجزائر او برازيل لارښود شامل وي۔ دا پلاوې دې په 5 نومبر د امريكائي صدارتي ټاكنو څخه وروستو د واشنګټن دوره وكړي۔ نوي ټاكلي صدر سره دے ??لاقات وكړي او د يو اړخيزه امريكائي پالېسۍ په بېرته اغستو دې زور راوړي۔ بله دا چې ترکی، پاکستان او انډونیشیا دې خپلې مضبوط بحريه سره امن او بشري مرستې له يوه مشترکه بحري بېړۍ جوړه كړي دغسې چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ څخه منظوري اخستو څخه وروستو د غزہ اسرائیلی ناکه بندي ماته كړې شي۔ د دې د لارې دې غزره كښې محصور فلسطينيانو ته د مرستې سامان ورسولې شي۔ درېمه نكته دا چې مشاهد حسېن سيد په كال 2019 كښې د صدر اردګان او ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر د ګډې اقدام ذكر ??ول?? سره د كوم د لارې چې يوه نړيواله ميډيا پېل شوې وه ووئيل اوس موقعه ده چې دې اقدام ته وده وركړې شي ولې چې د غزه معاملې د لوئيديزې ميډيا تعصب او يو اړخيزه كېدل ثابت كړي دي۔ ده ووئيل د فلسطين ٬ لبنان او كشمير شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔ د مشاهد حسین سید تقرير زيات وستائلې شو۔
نړيوال فلسطين كنفرنس ٬ د سينيټر مشاهد حسين سيد لخوا د فلسطين مسئلې تلپاتي حل لپاره 3 نكاتي ايكشن پلان وړاندے كړے شو
AFB Electronic Credibility Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ