اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د سرمايه كارۍ٬ نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاكستان كښې د سع??دي سرمايه كارو لپاره يو شمېر په زړه پورې او مهمې منصوبې موجود دي٬ د سع??دي بزنس كميونټۍ ته به د پبلك پرائيويټ پارټنر شپ له مخې د منصوبو وړاندېز هم كوٶ۔ وفاقي وزير د سع??دي سرمايه كارۍ وزير شېخ خالد بن عبدالعزيز الفالح او سع??دي پلاوي ته د بريفنګ په مهال ووئيل پاكستان كښې د سع??دي سرمايه كارو لپاره يو شمېر په زړه پورې او مهمې منصوبې موجود دي، د مواصلات په څانګه كښې اېم۔ 6 او اېم۔ 9 موټروے په ګټورو منصوبو كښې سرمايه كاري كېدې شي۔ دا خبره د سرمايه كاري بورډ لخوا د جمعې په ورځ په جاري ??عل??ميه كښې شوې ده۔وفاقي وزير پلاوي ته د بريفنګ په مهال ووئيل د كراچۍ بندرځاے د وړآندې نه موجودې موټروے سره تړل غواړو٬ د كراچۍ نه تر حېدرآباد او سكھر موټروے زر جوړولو ت?? پام لرنه كوو۔ په دې موقع د سع??دي وزير شېخ خالد بن عبدالعزيز الفالح د وفاقي وزير عبدالعليم خان په وړاندېز كښې خوښي ولرله ٬ پلاوي ووئيل زمونږ زړونه د پاكستانيانو سره درزېږي٬ پاكستان زمونږ خپل كور دے٬ د پاكستان دوره به ډېره ګټوره وي۔ په دې موقع د مواصلات، نجكاري او سرمايه كاري بورډ وفاقي سيكرټريز هم په مهمو چارو د سع??دي پلاوې د تفصيلات نه خبر كړو۔ د دې نه وروستو د سع??دي پلاوي سره جوائنټ منسټريل كانفرنس، “جي ټو جي” په كچه په شريك اشتراك غور وشو۔ په دې موقع د سع??دي وزير شېخ خالد بن عبدالعزيز الفالح او د پلاوي په درناوي كښې د وفاقي وزير عبدالعليم خان لخوا مېلمس??يا??? وركړې شوه چې پكښې د سع??دي پلاوي او وفاقي وزيرانو مصدق ملك، محمد اورنګزيب، احسن اقبال، جام كمال خان او اويس لغاري نه علاوه وزير مملكت اشزه فاطمه او نور شخصياتو ګډون وكړو ۔ ده ووئيل پاكستان په پرائيويټ سيكټر كښې ډېر استعداد لري او هيله ده چې سع??دي عرب به بزنس ټو بزنس او ګورنمنټ ټو ګورنمنټ په مهمو منصوبو كښې شراكت وي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره 126 هېوادونو ت?? ويزه فري كړې ده۔ په مېلمس??يا??? كښې پاكستان كښې د سع??دي عرب سفير نواف بن سع??د المالكي او سينئر سفارت چاوراكو په خاص توګه ګډون وكړو ٬ د دې نه وراندې د دستورې په پېل كښې ګډون كوٶنكي د پاكستان او سع??دي عرب د قامي سرودونو په احترام كښې غلي او په ادب ولاړ وو۔ په مېلمس??يا??? كښې د سع??دي وزير شېخ خالد بن عبدالعزيز الفالح د پاكستان اولس لپاره د خېر سګالۍ جذبات وړاندې كولو سره دا استقباليه دورې لپاره يادګار وګرځوله۔ دغسې د سع??دي وزير پاكستان كښې د نجي څانګې په پرمختګ او بهترۍ د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او د سع??دي پلاوي د وفاقي وزير عبدالعليم خان لخوا په وړاندې كړي بزنس ماډل كښې هم د خوښي ولرله
پاكستان د سعودي سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكې او ګټورې مهمې منصوبې لري۔ د وفاقي وزير عبدالعليم خان پاك سعودي منسټريل راٶنډ ټېبل كنفرنس ته وېنا
Fortune Rabbit Entertainment Reliable Website
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ