اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احس?? اقبال وئيلي دي امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې، د آزادۍ ورځ هر قام لپاره د خوشحالۍ او اتحاد ورځ وي٬ بايد مونږ يو فعاله او پرعزم نسل جوړ كړو كوم چې د چېلنجز مخه نيولې شي او خپل هېواد له په نړيواله كچه ځانګړے مقام ترلاسه كولو كښې كردار ولوبوي۔ ده دا خبرې د يوم آزادۍ په حواله د استحکام پاکستان کنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د آزادۍ ورځ په موقع راځۍ چې مونګ عزم وكړو چې مونږ به خپل قام د پرمختګ په لاره روانوٶ، خپل روايات او كلتور ځاے ساتلو سره به جديديت او جدت پلو ځوو٬ ده ووئيل دا ورځ مونږ ته زمونږ لازواله قربانۍ رايادوي۔ ده ووئيل پاكستان نن د نړۍ اووم اتومي قوت دے ٬ په كوم هېواد كښې چې د ??ائ??كل پرزې قدرې نه جوړېدې ھغه نن هېواد جے اېف 17 جنګي الوتكې په فضا كښې الوځوي۔ ده ووئيل د كال 1947 څخه تر 2024 سفر كښې يو شمير كاميابۍ ترلاسه شوي٬ مونږ يو تاريك سفر كړے٬ كه مونږ خپله موازنه د نورو هېوادونو سره وكړو نو مونږ ډېر وروستو پاتې يو، کوريا، ويتنام، ماليزيا، چين، بنګله ديش څو كاله وړاندې زمونږ نه ډېر شاته ر??ان وو٬ آيا په دغه هېوادونو كښې ذهانت، صلاحيت، ديانت او و??ائ?? زمونږ نه زيات دي؟ ده ووئيل پاکستانيان د نورو هېوادونو نه زيات ذهين او وفا كوٶنكي دي۔ ده ووئيل د ترقۍ سفر يو ??ائ??س دے٬ كوم هېواد چې پرمختګ كړے ھغوي په څلورو اصولو عمل كولو سره د ترقۍ په صف كښې شامل شوي٬ امن، استحکام ،د پاليسو تسلسل او اصلاحات٬ په كوم هېواد كښې چې سياسي استحکام نه وي نو هلته به څوك يوه پېسه ونه لګوي ۔احس?? اقبال ووئيل تعليم، صحت، ??ائ??س، ټيکنالوجي او برآمدات كښې پاکستان پ اول صف كښې شاملېدے شي
امن، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او د اصلاحاتو نه غېر يو هېواد هم پرمختګ نشي كولې۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د آزادۍ ورځې په اړه د استحکام پاکستان کنفرنس ته وېنا
GW lottery entertainment reliable website
مضمون کا ماخذ : رومن دولت