اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي) مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيز لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د اسرائيل تسليمولو ډنډورې كوونكي د حقائق نه ناخبره دي، د اسرائيل په اړه د پاكستاني اولس او د رياست په توګه د پاكستان موقف ته په ګرده اسلامي نړۍ كښې په درنه سترګه كتلې كېږي۔ د نهې په ورځ خپل وېډيو بيان كښې ده ووئيل د اسرائيل په اړه د وزيراعظم عمران خان په موقف د فلسطين صدر وئيلي وٶ چې د پاكستاني وزيراعظم موقف د يو جراتمند ليډر او انسان موقف دے۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د اسرائيل په اړه د مېړني پاكستاني قام موقف نړۍ ته وړاندې كړے ٬ مونږ له سياست كول پكار دي خو د شريكو مفاداتو پحقله مونږ له داحتياط نه كار اخستل پكار دې او بايد د حقائقو له مخې خبره وكړو۔ حافظ طاهرمحمود اشرفي ووئيلد اسرائيل په اړه د وزيراعظم عمران خان دريځ ډېر واضح دے، د پاكستان د حکومت موقف هم ډېر داګيز دے٬ تر څو چې فلسطين چې پايه تخت ئې القدس شريف دے آزاد نه وي تسليم كړے شوے نه وي تر ھغې اسرائيل سره اړيكې ساتل خو لرې په دې لړ كښې سوچ هم نه شي كېدے، په دې لړ كښې خپاره شوي ټول خبرونه بې بنسټه او په منفي ډونډورو اډانه دي
د اسرائيل تسليمولو ډنډورې كوونكي د حقائق نه ناخبره دي، د اسرائيل په اړه د پاكستاني اولس او د رياست په توګه د پاكستان موقف ته په ګرده اسلامي نړۍ كښې په درنه سترګه كتلې كېږي۔ حافظ طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea