اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزير شوكت ترين سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د زيارت په ورځ په فنانس ډويژن كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د اطلاعات سېكرټري ٬د خزانې سېكرټري ٬د اېف بي آر چيئرمېن او نور اعلٰی افسران هم موجود وو۔د ملاقات په مهال دواړو وفاقي وزيرانو د هېواد د فلم صنعت او د هغې د خراب حالت په حقله خبرې وكړې۔په دې موقع د خزانې وزير ووئيل د هېواد سافټ امېج ته ودې وركولو لپاره به د انډستري بحالۍ لپاره مرسته كولې شي ځكه چې د سينما بحالي چرته چې د وګړو لپاره د تفريح لارې هم پرانستلې شي هلته به صلاحيت لرونكو ځوانانو له د روزګار موقعې راپېدا شي۔ده فلم جوړولو كښې د جديد ټېكنالوجۍ كارولو په حاجت زور راوړو۔د اطلاعات وزير په دې موقع د پاكستان فلم انډسټري بحالۍ لپاره خپل مختلف وړاندېزونه وركړل۔ده د ځايې پروډيوسرز او فلم جوړونكو ډاډګيرنې په حاجت زور راوړولو سره ووئيل د كووېډ په سبب دا انډستري ختمېدونكې ده ٬د فلم صنعت ته په بېړني بنيادونو ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ده په دې خبره هم زور راوړو چې د فلم په جوړولو كښې به د پروډكشن سائيډ كمے پوره كولو له مرسته كولې شي۔دغسې د خزانې وزير په پاكستان كښې د فلم انډسټرۍ بحالۍ لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو
د خزانې وزير شوكت ترين سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري وليدل
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania