وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواكو ته ټولنه كښې مالي خود انحصارۍ له وده وركولو لپاره د تګلارې جوړولو او د بي آئي اېس پي ډيټا بېس ټارګټډ سبسډيز لپاره د كارولو امر وكړو
Medusa Entertainment Platform Link
APP32-011123
ISLAMABAD: November 01 Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a meeting regarding the Benazir Income Support Program (BISP). APP/ABB
اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې مالي خود انحصارۍ له وده وركولو لپاره د تګ لارې جوړولو او د بي آئي اېس پي ډيټا بېس ټارګټډ سبسډيز لپاره د كارولو هدايت كولو سره وئيلي دي د بېنظير انکم سپورټ پروګرام بينيفشريز لپاره د مارکيټ ضرورتونو له مخې تکنيکي تربيه وركولو سره به ??هل خلق پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بي آئي اېس پي پحقله د جاج اغستو غونډه شوې٬ په غونده كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاکټر امجد ثاقب، د تخفيف غربت وزارت سېكرتري يوسف خان او نورو سركاري چارواكو ګډون وك??و۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د پروګرام تر اوسه د نتيجو او د سباٶن لائحه عمل پحقله ووئيل شول۔ غونډې ته ووئيل شول بينظير انکم سپورټ پروګرام څخه ګرد هېواد كښې نزدې يو كروړ كورنۍ او 6 لكه كسان مستفيد كېږي او د سږني كال پروګرام لپاره مجموعي بجټ 471 ارب روپے دے۔ وزيراعظم د بينظير انکم سپورټ پروګرام له مخې د مستحقو كورنيو د معاونت پروګرام د كاركردګۍ ستائنه وك??ه۔ وزيراعظم ووئيل د بينظير انکم سپورټ پروګرام نتيجې ډېرې خوشبينه دي خو د پاكستان تل پاتې سباٶن د اولس مالي خودانصحارۍ سره تړلے دے٬ په دې لړ كښې وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې د مالي خود انحصاري ودې لپاره د لائحې جوړولو امر وك??و۔ وزيراعظم امر وك??و چې بينظير انکم سپورټ پروګرام دې ځائي خېراتي او فلاحي تنظيمونو سره پارټنرشپ وك??ي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلے وك??و چې د پاكستان رياست به د بې وسه طبقو هر ډول ممكنه مرسته كوي دغسې چې ھغوي يو پر اميد ژوند تېر كړے شي۔