اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې د يونان سمندر غاړې سر?? نزدې په سمندر كښې د بيړۍ چپه كېدو افسوس وړ په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي او نورو ځپليو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره ووئيلي دي چې ?? بے دركه كسانو لټون٬ د مړو شناخت او د كورنيو مرسته كولو لپاره به د پاكستان هڅې روا??ي وي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل په دغه پېښه كښې د يو شمېر پاكستانيانو مړينې اندېښنه ده٬ زمونږ همدردۍ ټولو ځپليو او د دوي كورنيو سره دي۔ وياند?? ووئيل مونږ په دې لړ كښې ميډيا د پېشرفت نه خبر كړې ده٬ په 104 ژوندي بچ شويو كښې 12 پاكستا??ي وګړي هم شامل دي او د ھغوي حالت ښه دے ۔ د?? ووئيل د بده مرغه مونږ د حق رسيدليو او د بې دركه پاكستا??ي وګړو د شمېر او د شناخت د تصديق نه قاصر يو، د يونان چارواكو 84 مړي برآمد كړې دي٬ د دوي شناخت به د ډي اېن اے مېچنګ د لارې كېږي۔ وياند?? ووئيل اړوند چارواكو په بېړۍ كښې موجود د شكمن كسانو كورنيو څخه د ډي اېن اے نمونے جمع كول پېل كړې دي او ھغوي به د دې د يونان چارواكو سره اشتراك كوي۔ وياند?? ووئيل په يونان كښې د پاكستاني مشن سفير عمار آفتاب او د ھغه ډله د بې دركه او حق رسېدليو پاكستا??ي وګړو لټون او د دوي شناخت سره سره د هغوي د كورنيو مرستې لپاره 24 ساعته كار كړې دے۔ د?? ووئيل خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د يونان خپل همڅنګ سره خبرې كړې دي چې پكښې د بې دركه كسانو لټون٬ د مړو پېژندلو او كورنيو سره مستې لپاره په انتظاماتو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ وياند?? ووئيل په دې لړ كښې به زمونږ هڅې جاري وي
په يونان كښې د بيړۍ په پېښه كښې د بے دركه كسانو لټون او د مړو شناخت لپاره به هڅې رواني ساتلي شي۔د خارجه دفتر ويانده
MG Online Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا