اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په راتلونكي بجټ كښې به حكومت د كركيلې څانګې او د ??ئي ټي جدت لپاره زياته سرمايه كاري كوي، كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه د پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د خزانې وزير اسحاق ډ??ر په مشرۍ كښې معاشي ??لې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې معاشي ??لې وزيراعظم ته د مالي كال 23-2022 اقتصادي سروے وړاندې كړه۔ وزيراعظم د معاشي ??لې په تېر كال كښې د هېواد معيشت استحكام او پرمختګ لپاره د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل چې د تېر حكومت پرېښي معاشي ??ېلنجز او د تاريخي سېلاب باوجود د هېواد معيشت لپاره د معاشي ??لې خدمات د ستائنې وړ دي۔ وزيرعظم ووئيل په راتلونكي بجټ كښې به حکومت د كركيلې څانګې او انفارميشن ټيکنالوجي جدت له زياته سرمايه كاري كوي٬ كوچنيو كروندګرو ته به د اعلٰې معيار تخم او آټومېټكل زرعي مشينري وركوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ په ملاقات كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډ??ر، وزيرِ مملکت ډاکټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوه، طارق پاشا او د خزانې وزارت اهلكارو ګډون وكړو
په راتلونكي بجټ كښې به حكومت د كركيلې څانګې او آئي ټي جدت لپاره زياته سرمايه كاري كوي، كوچنيو كرونده ګرو له دې د سود نه د پاكو قرضو وركولو پروګرام لا پراخا كړې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف
Emperor's Favor Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil