اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان سره نوي ټاكل شوي د پنجاب رينجرز ??ي جي ميجر جنرل اظهر نويد حيات د نهې پھ ورځ ملاقات وكړو۔د داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه داخله وزير ميجر جنرل اظهر نويد ته د ??ي جي رينجرز پنجاب په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ده ووئيل د ختيز پولو ساتنې٬بارډر منيجمنټ او صوبه كښې د امن او امان په ځاې ساتلو له پوځ او پوليس سره په ګډه د رېنجرز خذمات د ستائنې وړ دي۔داخله وزير ووئيل د دې دور غوښتنې او داخلي امنيت نظر كښې ساتلو سره دې د رينجرز د كار استعداد زياتولو پلو خاص پام وكړې شي او د دوي تربيه دې پھ نوې ??ول وكړې شي دغسې چې دوي د موجوده او هر ??ول چېلنج غوره مقابله وكړې شي۔ده ووئيل د خپلو وظيفو په ترسره كولو كښې به رينجرز ته هر ??ول آساني وركولې شي
مضمون کا ماخذ : رومن دولت