کابل۔ 15 دسمبر (اے پی پی) چین،پاکستان او افغانستان وئيلي دي مونږ په يو بل تورونه لګولو سره امن ترلاسه كولې نه شؤ۔ مونږ داسې ګاونډي هېوادونه يو چې يو بل څخه جدا كېدې نه شؤ۔ د باور جوړېدل يو ځائې ناستې سره ممكن دي۔ د چين پاكستان او افغانستان درې اړخيزه م??اك??اتو نه وروستو د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كښې افغان خارجه وزير صلاح الدين رباني ووئيل افغانستان ډېرې مسئلې وزغملې۔ افغانستان كښې تشدد مخ په زياتېدو دې۔ ده ووئيل يو ځائې ناستې سره د اعتماد جوړېدل ممكن دي۔ مونږ په يو بل تورونو لګولو سره امن ترلاسه كولې نه شؤ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاكستان د افغانستان ګاونډي هېواد دے۔ پاكستان ټول عمري افغانستان كښې د امن او صلې هڅو ملاتړ كړې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هغه كس??نو چا چې د عسكري حل خبرې كولې هغوي نن د مفاهمت او خبرو اترو عمل ملاتړ كوي۔ د پولې دواړو اړخو ته ډېر زيات خلق وژلې شوي دي۔ ډېر لوئې زيان مو پورته كړې۔ اوس د وړاندې تلو وخت راغلې۔ افغانستان كښې امن زمونږ دواړو هېوادونو په ګټه دې۔ ستاسو خوشحالۍ زمونږ خوشحالۍ دي۔ راځۍ چې په عملي توګه مخ په وړاندې لاړ شؤ۔ ده ووئيل چين د دواړو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ سره د مفاهمتي عمل كاميابۍ له خپل كردار ترسره كوي۔ د چين خارجه وزير وانګ ژی ووئيل مونږ يو بل ذمه وار ګرځولې نه شؤ۔ پاك چين غوره ملګري او مهم ??تر??تېجيكي همكاران دي۔ مونږ داسې ګاونډي هېوادونه يو چې يو بل څخه جدا كېدې نه شو۔ ده ووئيل چين ددواړو هېوادونو د ملګري په حېث د دواړو هېوادونو د م??اك??اتو د لارې په يو بل د باور بحالۍ له كردار ترسره كوي۔ وانګ ژی ووئيل جنګونه د كومې مسئلې حل نه وي۔ ده ووئيل د نني م??اك??اتو مقصد هم دا وو چې پاكستان او افغانست??ن يو بل ته نزدې كړې شي۔ د افغان مسئلې پائيدار حل په افغان??نو مشتمل مفاهمتي عمل كښې دې۔ ده په طالب??نو زور راوړلو سره ووئيل چې هغوي د امن موقع څخه ګټه پورته كولو سره د م??اك??اتو مېز ته راشي۔ راروان كال كښې به د افغانستان آزادي ?? 100 كالو شي۔ په دې موقع افغان اولس ته تر ټولو غوره ډالۍ د امن وركولې كېدې شي۔
مونږ په يو بل تورونه لګولو سره امن ترلاسه كولې نه شؤ۔ مونږ داسې ګاونډي هېوادونه يو چې يو بل څخه جدا كېدې نه شؤ۔ د باور جوړېدل يو ځائې ناستې سره ممكن دي۔ د چين پاكستان او افغانستان درې اړخيزه مذاكراتو نه وروستو د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ