اسلام آباد 23 جون (اے پي پي)د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا وئېلي ديد تحريك انصاف حكومت د آئي اېم اېف سره په سختو شرائطو لوظ نامه كړی او بيا يې په دغه عمل نه دے كړے كومې څخه چې هېواد ستونزو سره مخ شوے٬په موجوده حالاتو كښې دې څخه ښه بجټ نه شو وړاندې كېدے٬اولس ته د آسانيو وركولو لپاره هر ممكنه اقدامات كوو٬د اپوزېشن د مثبت تجاويز به هركلے كوو۔د هېواد پرمختګ لپاره به ټولو له په ګډه كار كول پكار وي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال 23-2022 په بجټ بحث راغونډولو كښې ډاكټر عائشه غوث پاشا ووئيل د سېنېټ قائمه كمېټۍ د تفصيلي بحث نه پس د بجټ په اړه تجاويز راكړې ٬ په دې يې مننه كوو٬دې ووئېل د خزانې پخوانے وزير دې د يو څو پوښتنو ځواب راكړي٬كله چې د پخواني حكومت اقتدار ختم شو نو مالياتي خساره يو په دوه وه٬لويې ګردشي قرضې يې پرېښودلې وې٬ دې ووئېل په هېواد كښې هېڅ ترقياتي كار نه دے شوے٬كرېډټ ريټنګ كم شوے۔دې ووئيل د زرمبادله ذخيره كمه وه٬غذائي اجناس درآمد كول پكار دي۔په دې سخت صورتحال كښې مونږ دا بجټ وړاندې كړو٬ دې ووئېل زه پوښتنه كوم چې مونږ نړيوالې وعدې ولې پوره كوو٬مهذب هېوادونه په نړيواله كچه شوې لوظونه پوره كوي٬دا د كركټ مېچ نه دے ٬ دې ووئېل مونږ خپل معيشت مستحكم كوو٬تېر حكومت چې آئي اېم اېف مشن سره كوم شرائط منلي په هغې عمل كوو
د تحريك انصاف حكومت د آئي اېم اېف سره په سختو شرائطو لوظ نامه كړی او بيا يې په دغه عمل نه دے كړے كومې څخه چې هېواد ستونزو سره مخ شوے۔ډاكټر عائشه غوث پاشا
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن