اټک ۔ 28 مئی (اے پی پی) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي چې ننۍ ورځې نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې اسلامي نړۍ په تاريخ كښې يوه ځانګړې ورځ ده۔ په كومه ورځ چې پاكستان د اسلامي نړۍ اولنې او د ټولې نړۍ 7 م اتومي قوت جوړ شوے وو۔ د مئي 28مه نېټه له دې كبله هم ډېره مهمه ده چې وزير??عظ?? محمد نواز شريف د هېواد په ګټه كښې اتومي چاؤدنې وكړې او د نړۍ فشار ئې رد كړو او دا پېغام ئې وركړو چې زمونږ اولس د پاكستان دفاع لپاره هرې قربانۍ ته تيار دے۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د يوم تكبير په اړه په خپل كور اے پي پي سره خاص خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په تارخ كښې په 1965او1971 كښې هند جار??يت كړے وو۔ نن د اتومي قوت كېدو په سوب د نړۍ كوم هېواد پاكستان ته د سترګو پورته كولو همت نه شي كولې۔ ده ووئيل پاكستان امن غواړي۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ښكاره كاميابۍ ت??لاسه كړی دي۔ ده وئيل پاكستان نه يوازې دا نه چې د ترهه ګرۍ په ضد ئې خپل جنګ كړې بلكې د?? جنګ د نړۍ ت??فظ له هم وو۔ د پاك پوځ او نورو ځواكونو ځاني قربانۍ د تاريخ برخه دي او د دوئي قربانۍ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔
28مئی د ټولې اسلامي نړۍ په تاريخ كښې يوه ځانګړې ورځ ده۔ د هېواد په ګټه كښې وزيراعظم محمد نواز شريف اتومي چاؤدنې وكړې ۔ وفاقی وزیر شېخ آفتاب احمد
مضمون کا ماخذ : ریل رش