اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او وزير اعظم محمد شهباز شريف د بنګله ديش په ضد سپر مرحلې مهم ميچ كښې د پاکستان کرکټ ډلي کارکردګي او آئي سي سي مينز ټي ټوئنټي سيمي فائنل كښې په ځائې جوړولو د پاکستان کرکټ ډله وستائله۔ورلډ کپ 2022 آسټريليا كښې روان دې۔د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې صدرمملکت ډاکټر عارف علوي هيله څرګنده كړې چې ګرين شرټس به راروان ميچونو كښې هم كاميابي ترلاسه كړي۔ د پاكستان كركټ ډلي له مباركي وركولو سره صدر مملكت ووئيل ډير ښه! غير معمولي صلاحيت لرونكي او خوش قسمته د پاكستان ډلي ۔ د لوے څښتن مننه كوو چې زمونږ ډلې په سيمي فائنل كښې ځائې جوړ كړو ۔ شاهين آفريدي ډير ښه بالنګ كړې دې ، هغه يو جوهر دې ۔ صدر مملكت ووئيل لوے څښتن ته معلومه ده چې مونږ له خپل پرمختګ لپاره دې خوشخبرۍ ته اړتيا وه۔ صدر مملكت ګرين شرټس له د سيمي فائنل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل انشا الله كاميابي به ترلاسه شي۔وزير اعظم محمد شهبازشريف په خپل يو ټويټ كښې قامي ډلي له مبارکي وركولو سره ووئيل دا د ټولو لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ده د هالينډ کرکټ ډلي له د جنوبي افريقې په ضد په كاميابۍ هم مباركي وركړه۔ده ووئيل پاکستان او هالينډ دواړو ښه لوبه كړي۔دې څخه وړاندې نيدرلينډز جنوبي افريقې په ضد ښه لوبه كولو سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔
صدر مملکت او وزير اعظم آئي سي سي مينز ټي ټوئنټي سيمي فائنل كښې په حائې جوړولو د پاکستان کرکټ ډلي کارکردګي وستائله
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری