سرینګر۔4 نومبر(اے پی پی) په مقبوضه جموں وكشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو وئيلي دي چې په كال 1947 كښې په جموں كښې د لكھونو په شمېر د مسلمانانو عامه وژنه د نسل كشۍ يو بدترين مثال دے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو هغه د لكھونو په شمېرو مسلمانانو ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې كوم چې د ډوګرہ مهاراجه هری سنګھ ځواكونو ، هندي عسكرو او هندو جنونيانو د نومبر 1947په لومړۍ اونۍ كښې د جموں په بېلو سيمو كښې هغه وخت شهيد كړل كله چې هغوي پاكستان ته هجرت كولو۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو خواجه فردوس، سید بشیر اندرابی، محمد شفیع لون، دیویندر سنګھ بهل، عبد الصمد انقلابی، محمد یوسف نقاش او شفیق الرحمان په خپلو خپلو بيانونو كښې ووئيل په جموں كښې عامه وژنه د مسلمانانو د نسل كشۍ پېل وو۔ دوئي ووئيل د دې بنيادي مقصد په سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلول وو او دا د جموں وكشمير د تاريخ تر ټولو زيات تور باب دے۔ دوئي ووئيل د دغې عامې وژنې پېښې ويروونكي يادونه د 76 كالو اوږدې مودې تېرېدو باوجود د كشميري وګړو په ذهنونو كښې تازه دي۔دوئي ددې عزم څرګندونه وكړه چې د جموں د مسلمانانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي او كشميري اولس به خپلې ستړې تر هغه وخت روانې ساتي تر كومې چې دوئي هندي تسلط څخه آزادي ترلاسه كړې نه وي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس (آزاد جموں وکشمیر) لارښودو محمد سلطان بټ او مشتاق حسین ګیلانی په اسلام آباد كښې جاري شويو خپلو بيانونو كښې ووئيل د جموں د عامې وژنې پېښو ذمه وار هغه عناصر وو كوم چې اوس په اقتدار كښې دي او په كشمير د هندوتوا نظريې مسلط كولو هڅې كوي۔
په كال 1947 كښې د جموں عامې وژنې پيښو شهيدانو ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې كوؤ٬ حريت لارښود
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر