اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د افغان سفير د لور په معامله د هند د خارجه وزارت وياند جواز نه لرونكي او غېر ضروري بيان غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند په دې لړ كښې د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل د هند پاكستان مخالفې ايجنډې نه ټول خبر دي۔ هند په دې معاملو كښې د لاس وهنې هېڅ حق نه لري٬ د پاكستان په ضد د هند د بد نيتۍ د ناوړه كمپائن نه ټول خبر دي او اروپائي ائتلاف د ډس انفوليب پشمول ټولو خود مختاره تنظيمونو هند په نړيواله كچه د پاكستان مخالف پروپېګنډے موجد ګرځولے دے۔ وياند ووئيل تر دې چې د افغان سفير د لور د پېښې په تناظر كښې د پاکستان په ضد هندي پروپېګنډه مشينري سرګرمه وه او په هند ټويټ او هېنډل او د وېب پاڼو د لارې د سفير د لور جعلي عكسونه وائرل كېدل٬ د بدمرغۍ خبره ده چې هند د پاكستان په ضد د دروغو بيانيې لپاره دا ډول پېښې هم استعمال كړې۔ ده ووئيل يو كار دې چې هند بېل معيارات جوړ كړې دي ھغه د هند رياستي ترهګري٬ غېر قانوني قبضه٬ د ملګرو ملتونو قراردادونه نظر انداز كول٬ پخپل غېر قانوني قبضه كړې شويو سيمو كښې د مېرمنو بې حرمتي٬ مرګ ژوبله٬ د اقلتيونو په ضد سياسي تشدد او ګرده نړۍ كښې منظم جعلي پروپېګنډا نېټ ورك چلول دي، دې لپاره د هند نورو هېوادونو لپاره په معياراتو سوچ كول هېڅ جواز نه لري۔ د خارجه دفتر وياند په هند زور راوړلو سره ووئيل چې ھغوي دې د پاكستان مخالف پروپېګنډا كمپائن نه واوړي، مونږ د هند ناوړه عزائم او سازشونه د ناكامه كولو عزم لرو او مونږ د افغان امن روان عمل كښې د خرابۍ پېدا كولو هندي سازش نه هم وخبر يو۔
پاکستان د افغان سفير لور په معامله د هندي وياند جواز نه لرونكې بيان وغندلو
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena