بيجنګ 25 نومبر(اے پي پي) د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې د چين او پاكستان ترمېنځه وړومبې زرعي لوظنامه وشوه. د دې لوظنامې له مخې به د پاكستان څخه پياز د چين منډئې ته لېږلې شي. په چين د پاكستان سفارت چينائي ورځپاڼې ګلوبل ټائمز سره ته په وركړې شوي يو بيان كښې وئيلي ذي چې دا لوظنامه به د چين منډئې ته د پاكستان د پيازو د مصنوعاتو رسنه اسانه كړي او د پاكستان د پياز د ځائي پېداوار صلاحيت به زيات كړي. په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ په پاكستان كښې د قومي غذاتي تحفظ او تحقيق وزارت سره د لوظنامې لاسليك كولو نه پس وئيلي دي چې د سي پېك د لوړ معيار پرمختګ په دوهم پړاٶ كښې داخل شوے. د پاكستان د قومي غذاتي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير فخرامام وئيلي دي چې چين يوه ډېره پراخا او پخه صارف منډي ده، د دې ګټه به د پاكستان د كركيلې صنعت ته ورسي. تجزيه كار وائي چې د دې لوظنامې په نتيجه كښې به د كركيلې په څانګه كښې شريك تجارت لا وده وكړي.
د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې د چين او پاكستان ترمېنځه وړومبې زرعي لوظنامه وشوه
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا