کراچۍ 02 جون (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په انشورنس کمپنيو زور رواړې دې چې انشورنس کمپنۍ د?? د ??وغتيا او كركيلې څانګو كښې خذماتو له پراختيا وركړي٬ او تر اوسه رسنه زياتولو لپاره د?? د ??ديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي، په قامي معيشت كښ?? د ??نشورنس څانګې برخه د منطقې د نورو هېوادونو په مقابل كښې ډېره كم?? ده٬ په تندۍ سره نمو ترلاسه كولو لپاره په اولسي كچه بهتر تشخص رامخې ته كول او شعور دې بېدار كړې شي۔ د دې خ??الاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په ګورنر هاٶس كښې د وفاقي انشورنس محتسب سېكټرېټ تر سېوري لاندې د ”انشورنس سېکټر په ترقۍ كښې د محتسب د کردار” په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل حکومت خپل سوشل سېفټي نېټ، په سرکاري څانګه كښ?? د ??حت د خذماتو وركړه٬ د قدرتي آفتونو په صورت كښې د معاوضے په شكل كښې سماجي تحفظ او مرسته كوي خو د هېواد ټولې آبادۍ ته ګټه وركولو لپاره لا اقداماتو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د صحت خرڅونه په خاص توګه د كم آمدنۍ طبقې لپاره يوه لويه مسئله ده او په هېواد كښې د هېلتھ انشورنس د خدماتو پراخه امكانات موجود دي ځكه چې دا خدمات نه يوازې موجوده خلا ډكولې شي بلكې په وخت كښ?? د ??هميت وړ هم كېدې شي٬ زرعي څانګې لپاره دې بيمه خدماتو په ضرورت زور رواړلو سره صدر مملکت ووئيل زراعت په معيشت كچې يوه اهمه څانګه ده چې پكښ?? د ??نشورنس خدمات او مصنوعات محدود دي او په دې لر كښې پېشرف هم سست روۍ سره مخ دے ٬ په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې انفارميش?? او د کميونيکيشن ټيکنالوجيز كارولو سره تر اولس د انشورنس رسنه باورې كېدې شي او د اولس شكاياتو او فيډ بېك لپاره دروازې بېرته ساتل پكار دي۔ ده ووئيل انشورنس كم??نو له په اولس كښې بهتر تشخص رامخې ته كولو لپاره ډېرې خ??ارۍ او په لويه كچه شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ صدر د انشورنس کمپنو په ضد د اولسي شكايتونو په وخت حل كښې د وفاقي انشورنس محتسب د كردار ستائنه كولو سره ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د قانوني لارې خ??لولو په ځائ د ثالثۍ د لار?? د ??خړو حل مثبت نتيجې رامخې ته شوې دي۔ د دې نه وړاندې وفاقي انشورنس محتسب ډاکټر محمد خاور جميل د اېف آئي او سېكټرېټ کارکردګۍ او په کاميابو رڼا اچولو سره ووئيل شكايت كوٶنكو ته د وركړې شوې مالياتي ريليف حجم 2019 كښې 410 مېليونه روپۍ ٶ كوم چې زياتېدو سره 2022 كښې 2.54 اربه روپۍ ته رسېدلے
انشورنس کمپنۍ دې د روغتيا او كركيلې څانګو كښې خذماتو له پراختيا وركړي٬ او تر اوسه رسنه زياتولو لپاره دې د جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده وكړي۔ د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سېمينار ته وېنا
Live dealer online entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج