اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)وزيراعظم وئېلي دي حكومت په هېواد كښې په بېړني بنيادونو د كركيلې اصلاحات نفاذ له پريكړه كړې ٬كروندګرو ته به غېر معياري تخم او د پيسټي سائيډ خرڅوونكو كمپنو مخ نيوے كول وي٬كروندګر د كركيلې په نړيواله كچه د رائج جديد طريقه كار څخه خبرولو لپاره دې جامع كمپائن وچلولے شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد ك??ې د كركيلې څانګې اصلاحات له د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه ګښې وفاقي وزيرانو طارق بشير چيمه٬احسن اقبال٬مريم اورنګزېب٬مفتاح اسماعيل٬خاص مرستيال احد چيمه٬محمد جهانزېب خان او د ټولو صوبو د كركيلې سېكرټريز د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه ك??ې د كركيلې اصلاحات لپاره د بېلو څانګو 8 كمېټو وزيراعظم ته سفارشات وړاندې كړل٬په دې سفارشات ك??ې د لنډې٬مينځنۍ او د اوږدې مودې جامع منصوبه بندي شامل ده ۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل حكومت به په ترجيحي بنيادونو كروندكرو ته ضروري آسانۍ وركوي٬حكومت به كروندګرو ته په كم لګښت په وخت معياري تخم او سره باوري كوي۔ كروندګرو له به د غېر معياري تخم او د پيسټي سائيډ خرڅوونكو كمپنو مخ نيوے كول وي٬ ده ووئېل حكومت به كروندګرو ته جديد مشينرۍ او قرض كښې آسانۍ باوري كوي٬حكومت به د غنمو ذخيره كولو لپاره د سائيلوز په تعمير هم كار كوي۔وزيراعظم ووئيل په زرعي مداخل د حكومت لخوا سبسډي دې كروندګرو ته ورسول يقيني كړی شي۔د زرعي منصوبه بندۍ په مهال د موسمياتي بدلون اثرات دې هم په خاطر كښې وساتلے شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د غنمو٬پومبې٬خوراك تېلو ٬سرې٬زرعي تحقيق٬په كركيله ك??ې د اوبو استعمال٬د موسمياتي بدلون او زرعي مشينرۍ په اړه جوړو شوو سب كمېټو تفصيلي بريفنګ و??كړو او خپل سفارشات يې وړاندې كړل۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د راتلونكو غنمو٬پومبې او د خوراكي تېلو پېداوار لپاره اقدا??ات??كروندګرو ته په كم لګښت جديدې مشينرۍ٬يوريا او په ډي اے پي سبسډي وركولو ٬متوقع پیداوار او درآمد٬معياري تخم٬د اوبو ښه ??ستعمال او كروندګرو ته په وخت د قرضو په اړه سفارشات وړاندې كړې شول۔وزيراعظم هدايت وكړو چې ټولو اړوندو وزارتونو له په دې سفارشات كښې راتلونكي فصل لپاره په بېړني بنيادونو زرعي اصلاحاتي له پلان مرتب كول دي ۔وزيراعظم په دوه ورځو ك??ې دننه د دې پلان وړاندې كولو هدايات هم وكړو ۔وزيراعظم به ډېر زر په هېواد ك??ې د زرعي اصلاحات لپاره د جامع منصوبې اعلان وكړي او دې سره به نه يواځې كروندګر خوشحاله٬ د هېواد زرعي پېداوار زيات شي او د زرعي اجناس په درآمد كښې ډېر كمے راشي۔
حكومت په هېواد كښې په بېړني بنيادونو د كركيلې اصلاحات نفاذ له پريكړه كرې ٬ كروندګرو له به د غېر معياري تخم او د پيسټي سائيډ خرڅوونكو كمپنو مخ نيوے كول وي۔۔وزيراعظم شهباز شريف
Red Door Roulette Integrity Website
APP11-180822
ISLAMABAD: August 18 – Prime Minister Shehbaz Sharif chairs a meeting of Task Force on Agriculture. APP
مضمون کا ماخذ : números quina hoje