سرينګر 14 اګست (اے پي پي) په مقبو??ه جمو و كشمير كښې كشميرې اولس د پاكستان د آزادې ورځ په جوش و خروش او ډېر?? په عقيدت او احترام لمانځي. د كشمير مېډيا سروس له ??خې د هندي ځواكونو او پوليسو اهلكارو په لويه شمېر?? په ځائ كولو ، ډرونز او د سي سي ټي وي كېمرو د لارې سره د سختې نګرانې كشميريانو پاكستان سره د مينې څرګندونې لپار?? په سرينګر، بارهموله، بډګام، شوپيا، پلوامه، اسلام آباد، كولګام او د جمو په يو شمېر سيمو كښې د پاكستان بېرغ هسك كړو. دوي د پاكستان په حق كښې او د هند په ضد نعرې ووهلې. په سرينګر كښې خلقو د هندي ځواكونو د انتقامي كارروائې پرواه نه كولو سره د پاكستان د آزادې په ورځ د خوشحالې څرګندونې لپاره پټاخې وډزولې او د شين او سپين رنګ غبارې ئې په هوا كښې پرېښودلې. هند د اګست په 15مه نېټه د خپلې آزادې ورځې نه وړاندې مقبوضه سيم?? په يوه چاوڼې او زندان كښې بدله ??ړې ده. ځوانانو په بارهموله او بډګام سيمو كښې د هند بېرغونه وسوځول كوم چې دوي ته هندي چارواكو په زور وركړي وو. كشميريان به سبا د هند د آزادې ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.
د مقبوضه جمو و كشمير اولس د پاكستان د آزادې ورځ لمانځي. كے اېم اېس
football studio credit website
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن