ګوادر 04 دسمبر (اے پي پي) نګران وز??را??ظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د پاکستان او چین ترمينځه ستراتېجيكي همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي، آئی اېم اېف سره د وروستي قسط ??ه اړه هم د سټاف لیول خبرې اترې پيل شو?? دي، نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د چین۔پاکستان ملګرتيا روغتون او سمندری اوبه د استعمال ور جوړولو پلانټ پرانستې دستورې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې پر??ژو په وخت په بشپړولو كښې په معاونت د صوبائی حکومت مننه كوم۔ ده ووئيل چین سره پاکستان سپرلي خېزه ستراتيجيكي همكاري لري،دا دې پلو يو بل مهم قدم دې،دا ملګرتيا او همكاري ورځ په ورځ مستحکمېږي۔ ده ووئيل د بلوچستان او په خاص توګه د ګوادر اولس د پر??ختګ دې مزل څخه مستفید كېږي او د پر??ختګ دا مزل مخ په وړاندې روان دې، بلوچستان او په خاص توګه ګوادر لپاره داسې موقعې به رامخې ته شي كومي به چې د نوې نسل د ښه سباؤن ضمانت وركوي۔ده ووئيل س??اؤن كښې د پر??ختګ مزل كښې شموليت لپاره بلوچستان او د ګوادر اولس بايد تياري وكړي، مونږ له به د دې موقعو په تناظر كښې ځوانان هنرمند جوړول وي۔ده ووئيل آئی اېم اېف سره خبرې اترې په مثبت انداز كښې بشپړ شوې دي او د آخري قسط ??ه اړه په سټاف لیول خبرې اترې پيل شو?? دي، د هېواد معاشی صورتحال كښې وخت سره سره ښه والې رامخې ته كېږي او هيله لرو چې ټولټاكنو نه پس جوړيدونكې حکومت به دې كښې لا ښه والې راولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نړۍ زمونږ د سېلاب ځپليو مرستي لپاره چمتو ده، کلائمیټ فنانس شته، مونږ له به دې څخه مستفید كيدو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره منصوبې جوړول او د خپلې برخې كار كول وي۔
پاك چین ستراتیجکي همكاري لا مستحکميږي، آئی ايم ايف سره د وروستي قسط په اړه سټاف لیول خبرې اترې پيل شوي دي٬ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ
Lucky Pig Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج