اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی(د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئېلي دي چې ټولې پاكستانې اولس د اسلام او قرآن حكيم په مينه ځان قربانوي ٬ يو مسلمان هم د قرآن پاك ګس??اخ?? په هېڅ صورت كښې زغملې نه شي ٬ د لوے څښتن آخري ??تا?? قرآن حكي?? تر قيامت راتلونكو انسانانو لپاره د هدايت ذريعه ده٬په سفارتي كچه به مونږ له د داسې پېښو مخ نيوي ل??اره موثر اقدامات كول وي۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په بيان كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې په سويډن كښې د قرآن پاك بې حرمتي د غندنې وړ ده٬ دې پیښې د اربونو مسلمانانو جذبات مجروح كړي۔ ده ووئيل چې قرآن پاك زمونږ مقدس ??تا?? او د ژوند بشپړه دستور دے٬ قرآن پاك د نورو مذهبونو لپاره هم د لارې مشال دے٬د قرآن پاك ګس??اخ?? په هېڅ صورت كښې قبلولې نه شؤ۔ ده ووئيل چې مونږ د ټولو مذهبونو احترام كوو٬د رائے په آزادۍ باو لرؤ خو داسې د يو مذهب مقدساتو توهين بيخي نه شؤ برداشت كولې۔وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف په وينا نن په ټول هېواد كښې پرامن احتجاج كېږي٬پاكستانې قوم د اسلام او قرآن پاك سره په مينه ځان قربانوي۔ ده ووئيل چې د جے يو آئي غړ?? ته خواست دې چې هغوي په پرامن احتجاج كښې بشپړه برخه واخلي٬پرامن احتجاج سره به دا مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې شي۔ده خواست وكړو چې د احتجاج په مهال دې د خلكو ځان ٬ مال او قامي املاك ته زيان ونه رسولې شي٬ مونږ له به په سفارتي كچه هم د داسې اقداماتو مخ نيوي ل??اره موثر اقدامات كول وي۔ده غوښتنه وكړه چې او آئي سي او نور فورمونه دې په دې معامله فعاله كردار ولوبوي۔
وفاقي وزير طلحه محمود په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړې پېښه وغندله
Candy Blast Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔