پېنډي23جون (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د تركيه دفاع وزيرجنرل (ر) هولوسي اېكر سره ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د تركيه د جنرل سټاف كمانډر جنرل (ر) ياسر علير او د تركيه د بري پوځ كمانډر اميت دندار هم موجود ٶ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال پشمول په افغان امن عمل كښې په دې وروستيو كښې په شوي پېشرفت او د دفاع او سلامتيا په څانګو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د تركيه لخوا پاكستان سره د روابطو او په خاص توګه په منطقه كښې امن لپاره د مثبتو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل تركيه د منطقې مهمو اسلامي هېوادونو كښې يو دے او د پاكستان او تركيه ترمېنځه په مرسته كښې اضافې سره به په سيمه ايز امن او سلامتيا مثبت اثرات مرتب شي۔ په دې موقع د تركيه چارواكو سيمه ايز امن او سلامتيا په خاص توګه په افغانستان كښې د امن په عمل كښې د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه ۔ دوي د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه غوره اړيكو لپاره كار د روان ساتلو پخلے وكړو۔ د دې نه وړاندې د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ ته د پوځ يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو
د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د تركيه دفاع وزير سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria