اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د مئي په 9مه نېټه پنجاب٬خېبرپښتونخوا او د سندھ په ګڼ شمېر ښارونو كښې په رياستي ودانو او پ?? پوځي تنصيبات د بريدونو سخته غندنه كولو سره د دې خبرې عهد كړے چې په د?? پېښو كښې د ككړو كردارنو په ضد به كومه نرمي نه كېږي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د هېواد شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره كنونشن سنټر كښې راجوړ كړي”تكريم شهيدانو كنونشن”ته د وېنا كولو په مهال كړی۔د دستورې خاص مېلمه وزيراعظم محمد شهباز شريف ؤ چې پكښې د شهيدانو كورنيو٬وزيرانو٬پخوانو پوځيانو٬سفارتكارو٬د سول سوسائټۍ غړو او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د دستورې مقصد شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو او د مئي په 9مه د بريدونو غندنه كول وو چې پكښې په لويې ځاني زيان شوے ۔ په د?? موقع وينا كولو سره وفاقي وزير شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې او د ځپليو كورنيو سره ئې د يووالي څرګندونه هم وكړه۔ده ووئيل د مئي په 9مه نېټه پ?? پوځي تنصيبات بريدونو كښې د ككړو كسانو سره كوم ډول نرمي نشي كېدې۔ده ووئيل دا ډول غېر قانوني او غېر آئيني اقدامات به برداشت نه كړے شي
د مئي په 9مه نېټه په پوځي تنصيبات بريدونو كښې ككړو كسانو سره به كومه نرمي نشي كېدې۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال”تكريم شهيدانو كنونشن”ته وينا
Gem Savior Sword Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ