اسلام آباد۔26اپرل (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د هېواد په معاشي او مالياتي پرمختګ كښې د سمندر پورې پاكستانيانو اهميت په ډاګه كولو سره د سي ډي اے چارواكو ته ه??اي?? كړے دے چې د نیلور هائټس 1۔ پروجېکټ بیلټنګ دې 16 مئی 2023 په ځايې 8 مئی 2023 څخه وړاندې بشپړ كړے شي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ په خپله مشرۍ كښې په فنانس ډويژن كښې د سي ډي اے سمندر پورې پاكستانيانو منصوبو په اړه غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د خزانې خا?? سلاحكار طارق باجوہ، د وزیر اعظم د ريونيو خا?? سلاحكار طارق پاشا، د خزانې سېكتر٬ سي ډي اے چيئرمېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د سي ډي اے لخوا په خا?? توګه سمندر پورې پاكستانيانو لپاره په پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج واخستے شو۔ په غونډه كښې دا خبره په ډاګه كړې شوه چې سي ډي اے سمندر پورې پاكستانيانو له د لنډې او منځومانې مودې رهائشي منصوبې پېل كړې دي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په دې كښې يو هاؤسنګ پراجېکټ نیلور هائټس۔ ون د بشپړ كېدېو پړاؤ څخه تېرېږي او 2000 فلېټس لپاره 81 هېوادونو څخه 6000 نه زيات خواستونه ترلاسه شوي دي۔ وفاقي وزير ه??اي?? وكړو چې د كري په اوورسیز انکلیو منصوبو دې كار تند كړې شي او سمندر پورې پاكستانيانو لپاره دې د مئي 2023 تر نيمايۍ په C-14 او C-16 سېکټرز كښې د پلاټونو نيلامۍ سكيم تيار كړې شي۔
د خزانې وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د نیلور هائټس۔ 1 پروجېکټ بېلټنګ 8 مئی څخه وړاندې د بشپړ كولو هدايت
Grant Express Carnival APP game download
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ