اسلام آباد 07مارچ(اے پی پی)د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شزا فاطمه خواجه وئېلي دي په مې??منو كښې د صنفي برابرۍ لپاره ضروري ده چې هغوي ته جديد علوم او ټېكنالوجۍ كښې مهارت وركولو سره ډيجيټل مصنوعات هم وركړے شي٬هغوي د انټرنېټ رسنې او اي كامرس تربيي د لارې د سړو سره اوږه په اوږه اودرولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د تل پاتې پرمختګ پالېسۍ ادارې(اېس ډي پي آئي)تر سيوري لاندې د مې??منو نړيوالې ورځ په موقع د “صنفي برابري د لارې د جديد ډيجيټل ټېكنالوجي”نړيوال سيمينا?? په مهال كړې۔دې ګډون كوونكو ته ووئيل د ډيجيټل صنفي تقسيم په 122 هېوادونو فهرست كښې پاكستان په 90مه درجه دے او په ټ??له نړۍ كښې”جينډر ګيپ انډيكس”كښې د صورتحال په اړه پاكستان په دوهم لمب?? دے كوم چې تشويشناك ام?? دے۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل موجوده حكومت د مې??منو لپاره د آئي ټي په څانګه كښې مهم اقدامات كوي چې پكښې د آئي ټي تربيت او لېپ ټاپ رسنې ګڼ شمېر پروګرامز شامل دي۔د دې پروګرام مقصد نه يوازې مې??منو بلكې ماشومانو او سړو ته هم تربيت وركول دي٬ دې ووئېل د آئي ټي په څانګه كښې ډېره پراختيا ده او په ډهانچه كښې د كمزورو له امله د روزګار موقعې محدود دي چې پكښې ښه والي لپاره حكمت عملي مرتب كېږي دغسې چې د دې څانګې ضروريات او مسابقت په لړ كښې هنر مند رامخې ته كړے شي۔په دې موقع د اېس ډي پي آئي مشر ډاكټر عابد قيوم سلهري هم وېنا وكړه۔
موجوده حكومت د مېرمنو لپاره د آئي ټي په څانګه كښې مهم اقدامات كوي٬مېرمنو ته جديد علوم او ټېكنالوجۍ كښې مهارت وركول ضروې دي۔د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيالې شزا فاطمه
Hot pot APP game download
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا