اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پېښور پوليس لائن پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي ديد ترهه ??رۍ په ضد جنګ د كوم يو مذهب٬فرقې يا طبقې نه دے٬ټول قام له به په ګډه د دې مخ نيوے كول وي٬امريكې سره مونږ له ښې اړيكې ساتل پكار دي خو مونږ په راتلونكې كښې د نورو په جنګ كښې برخه نه دي اخستل پكار۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې خپل بحثكښې ده ووئيل دې څخه وړاندې په پیښور كښې په آرمي پبلك سكول بريد شوے ؤ او په ټول هېواد كښې په كال 2010 ٬ 11 نه تر 2016 ٬ 17 د ترهه ??رۍ په ضد بشپړ جنګ شوے ٬د پيپلز پارټۍ په دور كښې په سوات كښې عمليات شوي٬د دې اقداماتو څخه د كراچۍ نه تر سوات امن قائم شوے ؤ ۔ده ووئيل په دې ??يو??ن كښې يو نيم دوه كاله وړاندې هم په دې هال كښې مونږ ته بريفنګ راكړے شوے ؤ او مونږ ته وئېلي شوي چې هغه خلق د خبرو اترو د لارې امن پلو راتللے شي٬په دې اړه مختلف رائے رامخې ته شوې وې ٬ ده ووئېل د افغان جنګ نه پس د هلته څخه بې روزګاره خلق دلته راوبللے شول د كومو به ضد چې تر ټولو وړومبے د سوات او وانا خلقو احتجاج او غږ پورته كړو۔ده ووئيل تېره ورځ د پېښور په پوليس لائن كښې د ماسپښخين مونځ په مهال مونځ كوونكي شهيدا?? كړے شول ٬په دې پېښه مونږ ته د ګامونو ضرورت دے لكه څنګه چې وړاندې ټول قام په ګډه كاروائي كړې۔ده ووئيل د ضياﺀالحق په دور كښې روس ته افغانستان ماتې وركړې٬د دې نه پس مونږ تر لسو كلونو زغمل٬د دې نه پس د نائن اليون نه پس امريكې په افغانستان بريد وكړو ٬ د دغې نه پس جنګ زمونږ جوماتونو٬بازارونو او كوڅو ته راغلو٬ ده ووئېل د سوات عمليات كمانډ كوونكو امنيتي اهلكارو ماشومان شهيد كړې شوي٬دا زمونږ د پالېسو نتيجه وه۔ده ووئيل هند او اسرائيل كښې هم په جوماتونو كښې د مونځ كوونكو سره هغه څه نه كېږي كوم چې په پاكستان كښې كېږي۔ده ووئيل زمونږ اعمال د كلمي او دين سره مطابقت نه لري۔ده ووئيل زه د چا زړه ازارول نه غواړم خو حقائق به مونږ له تسليمول وي٬ ده ووئېل په پېښور كښې د توهېشوې وينې حساب به څوك وركوي٬د شهيدانو كورنۍ به څنګه مطمئن كوو٬دا موقع ده چې مونږ له به خپل ګريوان ته سرورښكتهكول وي٬ ده ووئېل دا ??يو??ن دې لارښوونه وكړي چې په ترهه ??رۍ څنګه قابو موندلے ??ېدے شي۔ده ووئيل پوليس او ځواكونو 83 زره شهادتونه وركړي۔ده ووئيل اوس خو زمونږ د ژوندپه طرز او خبرو كښې هم ترهه ??ري راغلې د كومې ګواهي چې د سوشل مېډيا څخه ترلاسه كېدې شي٬زمونږ 126 ارب ډالره زيان هم د دې ترهه ??ړۍ يوه لړۍ ده۔ دفاع وزير ووئېل دا وخت دے چې مونږ پخپله د خپل ځان محاسبه وكړو٬مونږ د افغانستان ښه والې غواړو ځكه چې هغه زمونږ ګاونډي هېواد دے٬څلور نيم لكه افغانان د قانوني دستاويزات له مخې پاكستان ته راغلي او بيا بېرته نه دي تللې٬دلته ډالر نشته٬افغانستان په بورو بورو ډالرۍ خرڅې كړي٬د افغانستان د 5 ملينه آبادۍ روزګار د پاكستان سره منسلك دے
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د كوم يو مذهب٬فرقې يا طبقې نه دے٬ټول قام له به په ګډه د دې مخ نيوے كول وي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پېښور پوليس لائن پېښې سخته غندنه
Aztec Cluster APP Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج