اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د حوثيانو لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزيو غندنه كولو سره سعودي عربستا?? سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ د خارجه دفتر وي??ند لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي پاكستان د سعودي عربستان په ضد د روانو ترهګرو كارروائيو سخته غندنه كوي۔ وي??ند ووئيل پاكستان د سعودي عربستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په ي??ن كښې سوله ايز حل لپاره د سعودي عرب د هلو ځلو د بشپړ ملاتړ پخلے كوي۔ پاكستان په ي??ن كښې د شخړې په ټولو فريقو پرله پسې زور راوړي چې ھغوي د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو په رڼا كښې د شخړې ختمولو له په سوله ايز او ??ام??ني خبرو اترو كښې برخه واخلي۔ ویاند ووئیل د روان کال په پیل کښې د شوې جنګ بندۍ په نتيجه كښې لږ ډېر امن راغلے۔ بياهم دا خبره د افسوس وړ ده چې د حوثيانو لخوا د جنګ بندۍ تجديد نه دے شوے كوم به چې په ي??ن كښې د عامو وګړو په ستونزو كښې د زياتوالي سبب وګرځي او د ممكنه تل پاتي امن ترلاسه كولو لپاره روانې هڅېبه له مينځه يوسي۔ وي??ند يو وارې بيا په خپل بيان كښې په حوثيانو زور راوړو چې هغوي عسکری هلې ځلې او د ترهګرۍ كارروائۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو په رڼا كښې د شخړې ختمولو له په سوله ايزو او ??ام??ني خبرو كښې برخه اخستو سره د ملګرو ملتونو په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ تجديد وكړي۔ بيان كښې وئيلې شوي پاكستان په دې خبره باور لري چې جنګ كوم مقصد نه لري او ټولې مسئلې د سوله ايزو خبرو د لارې حل كېدې شي۔ وي??ند ووئيل د دې لارې زر تر زره خپلولو سره د زرګونو په شمېر بې ګناه ځانونه به بچ شي او د يمني اولس سباؤن به محفوظ شي۔
پاكستان د سعودي عربستان په ضد د روانو ترهګرۍ كارروائيو سخته غندنه كوي٬ د خارجه دفتر وياند
Fortune 6 Baccarat Game Card Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena