لاهور 10 اکتوبر (اے پي پي) د ريلوے او هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلې دي هېواد كښې د اړي ګړي سياست د چا په ګټه نه دے،د دې ډول سياست سره به د تباهۍ نه علاوه څه هم په لاس رانشي، كه اوس هم ټاكني وكړې شي نو هغه به هم نه مني ځكه چې هغوي د خپلي خوښي نتيجې غواړي، پي آئي اے اداره مسائلستان جوړه شوې ٬ د دې به مقابله كول وي، د پي آئي اے خرڅولو كوم آفر نه دې راغلے ،د بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د لاهور په هوائي ميدان پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل سياسي مداخلت نه غير پي آئي اے به دوه نه تر درېو كلونو كښې په خپلو پښو اودرولې شي،سږ كال د پي آئي اے د ريونيو هدف 165 اربه روپۍ دے او سږ كال تر اوسه پي آئي اے 50 اربه روپۍ ګټلي دي۔وفاقي وزير سعد رفيق ووئيل پ?? آئي اے ته كوم آفر نه دے راغلے او نه خرڅولې شي،د بېنسټه خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وكړې شي ، نيو يارك هوټل پ?? چا نه دې خرڅ شوے۔ ده ووئېل د کراچۍ او اسلام آباد هوائي ميدانونه به ښه ماډل هوائي ميدانونه جوړولې شي خو ملکيت به ئې د حکومت وي۔خواجه سعد رفيق ووئيل د پي آئي اے ضرورت 40 الوتكي دي كه په خپلو وګړو اعتماد، سياسي استحکام او د پاليسيو تسلسل ؤ نو اداره به يوه ګټه وره اداره جوړه شي ، ده ووئېل د ټريل سي??ن بزنس جهاز سي??ونو ګيلي رامخې ته كېږي كوم به چې بدلولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د چا په خواهش ټاكني نه ??و كولې كه د ه??وي د خوښې نتيجې ترلاسه نه شي نو بيا با شور كوي، هغوي اسمبلۍ ته راشي او لاړ شي، نتيجې په مقدمه كولو او يو بل راښكلو څخه نه ترلاسه كېږي،پاکستان كښې چې كوم سياست كېږي هغه د هېواد په ګټه نه دے۔ خواجه سعد رفيق ووئيل د منفي خبرې په ځاے بايد مثبت خبره وشي،دا وخت د جنګ كه د سي??اب ځپليو د مرستې دے،د بريدونو د خبرو څخه څه هم نه ترلاسه كېږي۔ده ووئيل مونږ له هم لانګ مارچ كول راځي خو په دې پوهه يو چې لانګ مارچ څخ?? زيان كېږي، خواست كوم چې ټول سټيك هولډرز د صبر څخه كار واخلي، د سي??اب له امله وګړي مري۔خواجه سعد رفيق ووئيل علامه اقبال هوائي ميدان ايوي ايشن لپاره 20 اربه روپۍ بيلولې شي ،انټرنېشنل فلائټس لپاره د مرغانو مخنيوي لپاره اوزار لګوو، سکھر او ډي آئي خان كښې نوې هوائي ميدان جوړولې شي،د هند لپاره پي آئي اے کوم فلائټ نه لري
د پي آئي اے خرڅولو كوم آفر نه دې راغلے،د بې بنسټه خبرونو خپرولو څخه دې دډه وكړې شي۔ خواجه سعد رفيق
Monopoly on online entertainment
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا