اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د شويو مرګونو مجموعي شمېره 1343 ??ه رسېدلې٬ 12 زره 720 كسان ژوبل شوي٬په ټول هېواد كښې 11 لكه 32 زره 572 كورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلے او 5 لكه 60 زره 789 كورونه په بشپړه توكه تباه شوي۔د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)لخوا د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله د شوي زيان او مالي زيان په اړه جاري شوي تازه رپورټ له مخې د بارانونو او سېلاب له امله نور 18 كسان مړه شوي٬د تېرو 24 ساعتو په مهال په سنده كښې 14 په پنجاب كښې٬ 2 په آزاد ك??مي?? او خېبرپښتونخوا كښې يو يو كس په حق رسېدلے دے۔هم په د?? مهال د ژوبل شوو ټولو كسانو شمېره 17 رېكارډ كړی شوې۔د اوسني بارانونو او سېلاب له امله په ټول هېواد كښې تراوسه په مجموعي توګه 1343 كسان په حق رسېدلې دي٬په سنده كښې 536 ٬ كے پي كے كښې 290 كسان ٬ بلوچستان كښې 260 ٬ په پنجاب كښې 191 او ك??مي?? كښې 43 كسان په حق رسېدلې دي۔د رپورټ له مخې په ټول هېواد كښې 591 سړي٬ 269 مېرمنې او 474 ماشومان په حق رسېدلې دي
په ټول هېواد كښې د بارانونو او سېلاب له امله د شوو مرګونو مجموعي شمېره 1343 ته رسېدلې٬ 12 زره 720 كسان ژوبل شوي۔اېن ډي اېم اے
No communication speed baccarat official link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی