اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) آئي اېس پي آر د ملګرو ملتونو امن مشن په مهال د شهيد شوي ميجر احمد رضا شهيد او جنوبي وزيرستان كښې د شهيد شوي سپاهي سلمان شهيد ذاتي او پیشه وارانه په ژوند مشتمل وېډيو جاري كړې۔د آئي اېس پي آر له مخې سپاهي سلمان شهيد د پلار نوم يې فضل ربي په كال 1997 كښې د جنورۍ په 26مه نېټه د صوابۍ ضلعې په باچا كلي كښې پیدا شوې و۔ده د خپل كلي د سكول څخه د مېټرك وكړو او د صوابۍ د ګورنمنټ كالج آف منيجمنټ سائنسز څخه يې د ډي كام ډپلومه د كامرس په مضمون كښې ترلاسه كړه۔د كالج په وخت كښې يې څو ځله كركټ كښې مېن آف دي مېچ ټرافي ترلاسه كړې۔ده ??ه آرمډ سنټر كښې ?? تربيې نه پس په 18 هارس نامتو يونټ كښې په ملتان كينټ كښې شموليت وكړو۔ده د ستمبر په 14مه نېټه كال 2021 كښې ?? ترهه ګرو يو بريد په شا تنبولو سر?? او په خپله سيمه كښې برتري په ځاې ساتلو سر?? شهادت ترلاسه كړو۔ميجر احمر رضا شهيد په كال 1971 كښې د مارچ په 23مه نېټه په كوئټه كښې زېږېدلې و۔ده د مېټرك امتحان په فرسټ ډويژن كښې د اېف جي كالج كوئټې څخه پاس كړو او په يو وخت يې په انجيئنرنګ پوهنتون او پي اېم اے لانګ كورس كښې اپلائي وكړه۔ميجر احمر رضا انجينئرنګ پوهنتون كښې د داخلې چوكۍ پرېښوده او په پي اېم اے 86 لانګ كورس كښې يې شموليت وكړو۔ كوم چې وطن س??ه د مينې اعلٰی مثال دے۔په پي اېم اے كښې د ده ??اله تربيې په كاميابۍ ترسره كولو نه پس يې په 9 آزاد كشمير رجمنټ انفنټري بټالين كښې كمېشن ترلاسه كړو۔د سيكنډ لېفټيننټ څخه تر خپل مېډكيرير كورس يې د خپلو صلاحيتونو په عوض په خپل رجمنټ كښې اعلٰی مقام ترلاسه كړو۔د نسټ پشان د پوهنتون څخه يې د بيسك انجيئنرنګ سټاف كورس وكړو۔ده ??ه كنټرول لائن بهادرۍ او شجاعت س??ه د پنجاب رينجرز د ميجر په توګه د دفاع وظيفه ترسره كړه۔42 بلوچ رجمنټ سر?? په آئيوري كوسټ كښې د ملګرو ملتونو د ګهانا امن په مشن كښې يې د شهادت رتبه ترلاسه كړه۔هغه يو عظيم زوې ښه خاوند او شفيق پلار هم وو۔
آئي اېس پي آر د ملګرو ملتونو امن مشن په مهال د شهيد شوي ميجر احمد رضا شهيد او جنوبي وزيرستان كښې د شهيد شوي سپاهي سلمان شهيد ذاتي او پیشه وارانه په ژوند مشتمل وېډيو جاري كړه
Live roulette reputable website
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis