د تېر ډپټي سپيكر رولنګ پحقله عدالتي پرېكړه به په جمهوري تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي٬ وفاقي كابينه به د آرټيكل 6 له مخې كاروائي كوي۔ داعظم نذير تارړ او قمر زمان کائره پرېس کنفرنس
Fashionable time download entrance
APP01-140722
ISLAMABAD: July 14 - Federal Minister for Law and Justice Azam Nazir Tarar and Advisor to PM on Kashmir Affairs Qamar Zaman Kaira is addressing to the Press Conference at Press Information Department. APP photo by Umar Qayyum
اسلام ??با?? 14 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ او د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار قمر زمان کائره د قامي اسمبلۍ د تېر ډپټي سپيكر رولنګ په غېر آئيني ګرځولو د سپريم كورټ ستائنه كولو سره وئي??ي دي د شك نه غېر د پاكستان په جمهوري تاريخ كښې به دا پرېكړه د روښانه مثال په توګه ياده ساتلې شي، سپريم كورټ په دې پرېكړه كښې وئي??ي دي چې د آرټيکل 5 ښكاره خلاف ورزي شوې او د آرټيکل 6 له مخې به حكومت كاروائي كوي، اوس د حكومت ذمه واري ده چې د عدالتي پرېكړې جاج واخلي او په دې معامله به د آرټيکل 6 له مخئ پرېكړه وفاقي كابينه كوي٬ د عمران خان د بهرنۍ لاس وهنې په بيانيه د سپريم كورټ دا پرېكړه آخري م??خ دے، وړاندې د قامي سلامتيا كمېټۍ دوه ځل او اوس سپريم كورټ هم دا سازش بې نقابه كړے، عمران خان تاسو زمونږ مخالفت ضرور كوې خو د پاكستان د سالميت او سلامتيا په ضد مه اودرېږې، عمران خان دې د فتنه او فساد سياست یه پرېښودو د مثبت سياست لاره خپله كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل په سياسي تاريخ كښې د ډپټي سپيکر رولنګ پحقله د سپريم کورټ پرېكړه مهمه ده٬ عمران خان د ډپټي سپيکر رولنګ د لارې اسمبلي تحليل كړې او صدر هم په دې عمل كړے، ده ووئېل سپريم كورټ ازخود نوټس اخستے ٶ او چيف جسټس ته په كور ججانو وئيلې وو چې د دې معاملې ازخود نوټس واخلي ، د پاکستان سياسي قيادت په دې سپريم كورټ ته پېروئنې وړاندې كوي٬ ده ووئېل سپريم كورټ د ټولو سياسي ګوندونو اورېدو نه پس په مختصر پرېكړه د ډپټي سپيکر رولنګ مسترد كولو سره عدم اعتماد بيا د شروع كولو امر كړے ٶ، په تفصيلي پرېكړه كښې د سپريم کورټ جسټس مظهر مندوخېل او يو بل جج اضافي نوټس هم شامل كړے شوي ٬ ده ووئېل د شك نه غېر د پاكستان په جمهوري تاريخ كښې به دا پرېكړه د روښانه مثال په توګه ياده ساتلې شي۔ د وزيراعظم د كشمير چارو صلاحكار قمر الزمان کائره په خپلو خبرو كښې ووئيل سپريم كورټ واضح كړه چې د سازش بيانيه پخپله يو سازش دے، د ډپټي سپيكر، سپيکر او پخواني وزيراعظم چې كوم كردار ٶ ھغه د چا نه پټ نه دے۔ده ووئيل وړاندې د قامي سلامتيا كمېټۍ دوه ځله او اوس سپريم كورټ هم دا سازش بې نقابه كړے ٬عدالت عظمي په دوېم ځل د آرټيکل 6 پحقله خبره كړې ٬ د دې مقصد د غېر آئيني اقدامات لاره نيول دي، ده ووئېل اوس حكومت له په دې جائز اقدامات پكار دي۔ د يو پوښتنې په ځواب قمر زمان کائره ووئيل د قامي ادارو په ضد چې په سوشل ميډيا څه روان دي ٬ ھغه مناسب نه دي٬ پيپلز پارټي دا تاريخ لري چې عمر له ئې د آئين او د آئيني هلو ځلو خبره كړې وه او اوس هم كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پنجاب كښې يواځې په 20 حلقو ضمنې ټاكنې كېدونكې دي٬ كه حكوت د ټولې صوبې غريبانانو ته تر سل يونټس استعمالولو كښې ريليف وركړو نو په دې كښې غلطه خبره څه ده