اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د كورونا وبا لا هم ختمه نه ده، احتياط لازمي دے، په دې ناروغې قابو م??ندلو لپاره د حكومت په پالېسې عملي كولو د اولس مننه كوو. د نهې په ورځ په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښ?? مېډيا سره په خبرو كښ?? وفاقي وزير اسد عمر ووئيل حكومت دوه ورځې وړاندې د معيشت بحالې لپاره د بندو ادارو د پرانستلو چې كومه پرېكړه كړې، د دې كله هم دا مطلب نه دے چې په هېواد كښ?? د كورونا وبائي رنځ له مېنځه تللے بلكې رنځ لا هم موجود دے او م??نږ ته ئې مخ نيوي لپاره د لا احتياط كولو ضرورت دے. ده ووئيل د دې ناروغې په ضد چې وفاق، صوبو او پوځ په كوم ډول كار كړے، مثال ئې نه ليدلے كېږي. ده ووئيل په دې وخت كښ?? په هېواد كښ?? د كورونا وائرس د رنځورانو شمېره 2 لكه 85 زره ده. دا د حكومت ، ا??ن سي او سي كاميابي ده چې د سمارټ لاك ډاٶن له مخې ټول هېواد بند نه كړے شو بلكې هغه ځايونه بند كړے شول چرته چې د خپرېدو زيات امكانات وو. ده ووئيل په يو وخت كښ?? د هېواد په ښارونو كښ?? د 700 نه تر 800 ځايونو كښ?? سمارټ لاك ډاٶن نافذ ؤ، اوس هم په 20 ضلعو كښ?? 85 سمارټ لاك ډاٶن شته او اوس حكومت د ا??ن سي او سي په مرسته د مائيكرو سمارټ لاك ډاٶن پلو ځي، په كوم بلاك يا كور كښ?? چې د كورونا رنځور وي، د هغه لاك ډاٶن به كولې شي. ده ووئيل زمونږ په ګاونډي هېوادونو كښ?? دا رنځ مخ په زياتېدو دے او تناسب ئې د پاكستان په مقابل كښ?? زيات دے. ده ووئيل صوبائي چيف سېكرټريز ته هدايت شوے چې د سېلګرې په ځايونو كښ?? دې اېس او پيز عملي كړے شي.وفاقي وزير ووئيل كله چې دا رنځ خپور شو نو برآمدات كښ?? د 40 فيصده نه هم زيات كمے راغلو او دې سره په محصولات كښ?? هم 40 فيصده كمې راغلو ځكه د ټول?? څانګو په پرانستلو كښ?? د عام وګړي خيال ساتل شوے. ده ووئيل د دې رنځ په ضد د پاكستان د حكمت عملۍ په نورو هېوادونو كښ?? ستائنه كولې شي. ده ووئيل احتياط دې وكړے شي چې دغسې د دې رنځ په ضد دا بريا په ماتې كښ?? بدله نه شي.
د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر په نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر كښې مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ