اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مونږ ته به په ټولنه كښې مثبت بدلونونه راوستلو لپاره 1400 كاله وړاندې د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم په مرتب كړې شويو سپېځلو رواياتو عمل كول وي. د شورو په ورځ په خپله مشرې كښې د رحمة للعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ په غونډه كښې په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې مونږ ته د جديد ذرائع ابلاغ او په خاص توګه د سوشل مېډيا د لارې خپل ځوانان د اجنبي كلتور د غېر اخلاقي بريدونو څخه بچ كولو لپاره د فوري اقداماتو ضرورت دے. ده ووئيل چې د رحمة للعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ جوړولو مقصد زمونږ په ځوان نسل كښې اخلاقي اقدار بېدارول دي كوم چې د انټرنېټ په دې دور كښې هر ډول غېر اخلاقي موادو ته آن لائن رسنه لري. وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د تحقيق د لارې د دې خبرې ټاكنه وكړي چې څنګه زمونږ د ځوانانو كردار سازي په موثر ډول باوري كېدے شي. ده د سيرت طيبه د سپېځلو تعليماتو په رڼا كښې د سكول، كالج او پوهنتون په كچه زده كوونكو لپاره د تعليم په نصاب كښې د بدلونونو په معرفي كولو زور راوړو.
په ټولنه كښې مثبت بدلونونه راوستلو لپاره به د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم په مرتب كړې شويو سپېځلو رواياتو عمل كول وي. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina